د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې کې نرسان د خپلو معاشونو لپاره پر احتجاج


کوټه کې نرسان د خپلو تنخاګانو او نوکریانو پخولو لپاره په احتجاج راوتي دي
کوټه کې نرسان د خپلو تنخاګانو او نوکریانو پخولو لپاره په احتجاج راوتي دي

د ځوان نرسانو اتحادیې د شورو په ورځ د کوټې له سرکاري هسپتاله یو احتجاجي لاریون راویوست او د ښار له بېلابېلو برخو تر تېرېدو وروسته چې د اعلا وزیر دفتر پر لور د تلو هڅه وکړه نو پولیسو راوګرځول خو لاریونوالو د ډیټپي کمیشنر دفتر مخې پرلت ووهلی.

نرسان وايي چې له تېرو درېوو میاشتو یې تنخاګانې نه دي ورکړل شوې ځکه خو احتجاج ته اړ شوي دي.

یوه نرسه هني عبدالرزاق وايي، دوی ته یې لومړی کنټرېکټ نه ورکاوه چې د کورونا وبا ولګېدله نو یې د شپږو میاشتو لپاره کنټرېکټ ورکړ خو له تېرو څه باندې درېوو میاشتو راهیسې تنخاګانې نه ورکول کېږي.دا وايي په کورونا وبا کې یې کار کړی دی او اوس هم په ایسولېشن وارډ کې کار کوي خو حکومت هېڅ احساس نه لري چې کنټرېکټ مو وغځوي او تنخاګانې راکړي.

یو بل نرس چنګیز خان حسني وايي په کورونا وبا کې یې کار وکړ خو بیا هم تنخاګانې نه ورکول کېږي.

د ځوان نرسانو اتحادیې مشر ملک عزیز کاکړ وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به ټولې صوبې ته وغځوي. نوموړي وویل چې د پبلیک سرویس کمېشن له لارې دې د دوی نوکرۍ پخې کړل شي.

د بلوچستان روغتیا سېکرېټري نور الحق بلوڅ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې صحت محکمه د نرسانو پخولو (نوکرۍ دایمي کولو) کیس و خزانې ته استولی دی او ژر به یې ستونره هواره شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه نرسان پر کنټرېکټ لګېدلي ول او اوس یې کنټریکټ ختم شوی دی. دی زیاتوي چې خزانې ته یې لیک استولی او ژر به یې کار وشي.

د یادولو ده چې د بلوچستان حکومت په ۲۰۱۶ ز کال کې ۳۵۰ نرسان په عارضي توګه لګولی وو. نرسان ادعا کوي چې له دوی سره ژمنه شوې وه چې نوکرۍ به یې پخې شي خو دا دی څلور کاله تېر شول او لا یې هم نوکرۍ نه دي پخې شوې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG