د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سیف الله په سري لنکا کې د کراټو په سیاليو کې د سرو زرو ۲ ميډالونه ګټلي


سیف الله غلځي ته د نومبر پر ۲۷مه ميډال ورکول کيږي
سیف الله غلځي ته د نومبر پر ۲۷مه ميډال ورکول کيږي

د کورمې د ساتین سیمې رحمت الله کور ته خلک د مبارکۍ لپاره ورځي. دا مبارکي د نوموړي د ۱۹ کلن زوی د هغه سرو زرو د دوو میډالونو لپاره ده چې نوموړي د کراټو په يوې نړيوالې سیالۍ کې ګټلي‌دي.

په کولمبو کې د نومبر پر ۲۷مه، سیف الله غلځي د هند او سري لنکا لوبغاړو ته په فاینل مقابلو کې شکست ورکړ او د جنوبي ایشیا د کراټو شپږمه اتلولي یې وګټله. د هغه پلار، رحمت الله وايي زوی یې د ټول قام سترګې پورته کړي. هغه زیاته کړه چې د ویاړ احساس کوي.

په جنوبی ایشیا کې هند، سري لنکا، نیپال، بوټان، بنګلادیش او پاکستان راځي چې د یاد ملکونو ترمینځ هر کال د مختلفو لوبو مقابلې ترسره کیږي. دا ځل پکې پاکستان تر ټولو ډېر، ۷ د سرو زور ميډالونه ګټلي دي.

د سیف الله بریا د ټول کلي لپاره د وياړ خبره ده.
د سیف الله پلار، رحمت الله

سیف الله غلځی د پاکستان د کراټو د قامي لوبډلې لوبغاړی دی. هغه د دیسمبر پر اتمه کورمې ته ستون شوی. له همهغې ورځې وروسته د نوموړي کور ته د خلکو ورتګ روان دی. سیف الله د دیسمبر پر ۱۱مه مشال راډيو سره په خبرو کې د خپلو کليوالو په خوښي خوشالي وښوده. د هغه په وينا دا هر څه یې د سخت محنت نتيجه ده.

سیف الله د یوې غريبۍ کورنۍ غړی دی. هغه خپلې زده کړی په نهم ټولګي کې پرېښې وې او ګاډو د ټايرونو پنچري به یې نيوله. په ۲۰۱۳ز کال کې یې د کراټو زده کړې پيل کړي او د ساتین په مقامي بنګش شتوګان کراټو کلب کې یې داخله واخيستله. د یاد کلب مشر او د سیف الله استاد عبدالصمد بنګش مشال راډيو ته وويل چې وياړي چې شاګرد یې په نړيواله کچه دوه ميډالونه ګټلي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG