د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت په ټولنه کې د سخت دریځۍ مخنیوي ته اداره جوړه کړې


په پاکستان کې زیاتره وخت سخت دریځي د نورو هیوادونو بېرغونه او مشرانو عکسونه سوځوي.
په پاکستان کې زیاتره وخت سخت دریځي د نورو هیوادونو بېرغونه او مشرانو عکسونه سوځوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د سخت دریځي فکر او چلند مخنیوي لپاره د " سنټر اف ايکسلنس فار کاونټرنګ ايکسټريمزم" په نامه ځانګړې اداره جوړه کړې ده.

حکومتي چارواکي وايي دا مرکز به په دې اړه څېړنې کوي چې په ټولنه کې د سخت دریځۍ او پرتشددو رویو مخنیوی څنګه کېدای شي؟

د خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزير کامران بنګش د ډېسېمبر پر نهمه د دې ادارې تر پرانیستلو وروسته مشال راډیو ته وویل چې سیمه د سخت دریځي فکر او رویو له کبله ډېره اغېزمنه شوې ده.

ده وویل، د هم دې له کبله یې د یو داسې ادارې جوړولو پرېکړه کړې چې د سخت دریځو فکرونو او رویو د مخنیوي لپاره څېړنې وکړي.

کامران بنګش زیاته کړه، " د دې ادارې کار به دا وي چې د څېړنو پر اساس حکومت ته وړاندیزونه ورکړي، که تګلارې جوړول وي‌ او که نوې پروژې راوړل وي یا نوې قانون سازي کول وي."

د ده په وینا، د دې تر څنګ دې له امنیتي ادارو سره ربط جوړ کړل شي ځکه چې خیبر پښتونخوا ترهګرۍ ډېره ځپلې ده.

کامران بنګش د دې ادارې د کار څرنګوالي په اړه وویل چې هدف به یې ځوان نسل وي‌ او د دې لپاره به د صوبې ټولو تعلمې ادارو او دينې مدرسو ته ځان رسوي.

د يادې ادارې مشر ډاکټر اياز مشال راډيو ته وویل چې د ادارې لومړیتوب دا دی چې په ولس او په ځانګړې توګه ځوان نسل کې زغم پیدا کړل شي.

ده وویل، "زموږ هڅه دا ده چې خفه ټولنه او هغه ماشومان ځان ته را وبلو چې په ذهنونو کې یې نفرت جوړ شوی دی، چې له هغوی سره خبرې وشي او د هغوی ذهني او کردار سازي وشي چې د حقیقت خوا ته وګرځول شي."

ډاکټر ایاز زیاته کړه چې که چېرې په یو سيمه کې سکول، کالج، مدرسه يا پوهنتون کې داسې کسان وي چې په څه ډول تشدد يا ترهګرۍ کې ککړ وي يا د داسې فکر ملګري وي نو پر دې به دوي څېړنې کوي او د هواري موندلو لپاره به یې له اړوند چارواکو سره شریکوي.

د لوړو زده کړو صوباېي وزير کامران بنګش وویل چې په ټوله خیبر پښتونخوا کې تر ۳۲ زیات پوهنتونونه، نژدې درې سوه کالجونه او ګڼ شمېر دیني مدرسې او سکولونه موجود دي.

د ده په وینا، په دې کې په لاکونو ماشومان، ځوانان او نجونه زده کړې کوي او د دوی په فکر کې د داسې زغم پیدا کول یې هدف دي چې د نورو خلکو فکر او عقیدې ته احترام ولري او هغه برداشت کړي.

XS
SM
MD
LG