د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې زرګونه خلکو د بدامنۍ خلاف لاریون کړی دی


د لاریون پر مهال په پورته شویو شعارونو کې ویل کېدل چې "دا اغواکاري نه منو او د امن بحالي د ریاست زمه واري ده."

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې په زرګونه خلکو له رستم بازار څخه تر جاوید سلطان پوځي کیمپ پورې احتجاجي لاریون کړی دی.

په واڼه کې د نومبر پر ۱۳مه د سیاسي ګوندونو د اتحاد تر مشرۍ لاندې تر سره شوي لاریون ګډونوالو د پاکستان له ریاستي ادارو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې امن پر ځای کړي.

لاریون چې کله له رستم بازاره پیل شوی نو ګډونوالو یې په داسې ولوله د پورته کېدونکو شعارونو ځوابونه ورکول چې د بد امنۍ پرضد غصه پکې له ورایه ښکاریده.

د لاریون پر مهال په پورته شویو شعارونو کې ویل کېدل چې "دا اغواکاري نه منو او د امن بحالي د ریاست زمه واري ده."

د لاریون ګډونوالو غوښتنه کوله چې ریاست دې د دوی په سیمه کې پر بدامنۍ سترګې نه پټوي
د لاریون ګډونوالو غوښتنه کوله چې ریاست دې د دوی په سیمه کې پر بدامنۍ سترګې نه پټوي

په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند مشر ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې دا یو ولسي پاڅون دی او د وزیرستان ټول ولسونو پکې ګډون کړی دی.

ده وویل چې د وزیرستان ټول ولس له ریاست څخه نور هیڅ نه غواړي بلکې یوازېنۍ‍ غوښتنه یې دا ده چې د دوی په سیمه کې دې امن پر ځای کړل شي.

یو ځايي تجار سېف الرحمان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې بدامني دې ځای ته رسېدلې چې اوس خلک د خپل کاروبار نورو سیمو ته پر وړلو مجبور شوي دي.

ده وویل، "له تېرو درو میاشتو راهسې حالات ډېر خراب شوي دي او اوس یې پرضد د جنوبي وزیرستان ټول ولس راوتلی دی."

سېف الرحمان زیاته کړه چې په جنوبي وزیرستان کې په پرلپسې د خلکو تښتول او وژل دوام لري نو ځکه ولس ډېر اندېښمن دی.

ده وویل، "ریاست په خپلو قلعو کې ناست دی او ولس یې ترهګرو ته پرېښی دی."

په دې اړه مو د جنوبي وزیرستان د پولیسو له مشر عتیق الله وزیر سره بیا بیا د رابطې هڅه وکړه خو هغوي ټلیفون او پېغام ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.

خو نوموړي د نومبر په شپږم مشال راډیو ته ویلي وو چې "په دې ضلع کې امنیت د نورو ضلعو پرتله ښه دی او د امنیت ټینګ ساتلو لپاره پولیس ګامونه پورته کوي."

له دې وړاندې د نومبر پر اتمه هم په واڼه کې زرګونه کسانو د امن لپاره احتجاجي لاريون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا پینځو میاشتو کې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، سوات او د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې هم د ناامنۍ په پېښو کې د سياستوالو او قامي مشرانو په ګډون عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په هغو سيمو کې ځايي ولس د دې پېښو خلاف احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. دوی پر ریاست غږ کړی دی چې په سیمه کې دې امن پر ځای کړي.

خو صوبايي او وفاقي حکومتونه بيا وايي چې د صوبې امنیت ته ژمن دي او دا چې د دې لپاره یې امنیتي او استخباراتي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG