د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک احتجاج ګډونوالو له حکومته د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې ده


په ټانک کې د نومبر پر ۲۷مه د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول.
په ټانک کې د نومبر پر ۲۷مه د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د خیبر پښتونخوا د ټانک د سیاسي ګوندونو غړو او پلویانو د امنیت غوښتنې لپاره احتجاجي جلسه کړې ده.

د نومبر ۲۷مې غونډې ته د ښار ګڼ فعالان او سلګونه اوسېدونکي ورغلي ول چې ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو ویناوې وکړې او له انتظامیې یې غوښتنه وکړه چې په جنوبي وزیرستان، ټانک، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې دې په بشپړه توګه امن بحال کړي.

پښتین په وینا کې وویل، "دا حالات چې خرابېږي، د یوې علاقې نه خرابېږي چې د وزیرستان خراب شول" نو نورې ضلعې به په امن کې وي یا "په ټانک کې خراب شول او [ډېره اسماعیل خان] به په امن کې وي.

ده زیاته کړه چې په وروستیو کې د ټولې خیبر پښتونخوا صوبې امنیتي حالات خراب شوي دي.

د پیپلز ګوند یوه ځايي سیاستوال ندیم عوامدوست مشال راډیو ته وویل، د ټانک د "ولسي پاڅون" موخه په وروستیو کې په هغه ضلع کې د هدفي بریدونو او بمي چاودنو پرضد غږ پورته کول دي.

ده وویل، په وروستیو کې وسلوالو له سوداګرو او شتمنو خلکو څخه باج هم غوښتی دی چې باید پولیس او انتظامیه یې مخه ونیسي.

منظور پښتین د نومبر ۲۷مې جلسې ته وویل چې د ټولې خیبر پښتونخوا امنیتي حالات خراب شوي دي.
منظور پښتین د نومبر ۲۷مې جلسې ته وویل چې د ټولې خیبر پښتونخوا امنیتي حالات خراب شوي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ یوه مشر ندیم عسکر مشال راډیو ته وویل، په احتجاج کې د ګڼو خلکو ګډون د "ترهګرۍ پرضد د ټولپوښتنې (رېفرنډم) معنا" لري. دی وايي، ریاست دې د امنیت په اړه خپله ذمه واري پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر شپږمه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ټانک کې پر پوځي پوستو د برید ذمه واري ومنله. تر دې مخکې د اکتوبر پر اتمه په ټانک کې په یو وسلوال برید کې د امن کمېټۍ دوه غړي وژل شوي ول چې پرضد یې د اکتوبر پر ۳۰مه هم احتجاجي لاریون شوی وو.

سږ کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د ټانک د پولیسو مشر وقار احمد خان تر احتجاجي جلسې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې امنیتي وضع ښه ده او هڅه کوي چې د "ناامنۍ د وړو پېښو" مخه ونیسي.

ده وویل، د "امن او امان لپاره اواز" پورته کول او احتجاج د خلکو "حق" دی او دا چې دا سمه ده چې سږ کال د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې حملې شوې دي خو په ټانک کې وضعیت ښه دی.

وقار احمد خان زیاته کړه، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدې او د هغوی پرضد پلټنیز عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG