د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو سره په شوې لوظنامه به عمل وشي؟


کامران بنګش او د خېبر پښتونخوا نور چارواکي د بنو پرلتوالو د استازو سره مذاکرات کوي.
کامران بنګش او د خېبر پښتونخوا نور چارواکي د بنو پرلتوالو د استازو سره مذاکرات کوي.

د مارچ پر ۲۱مه د بنو په جانيخېلو کې د څلورو وژل شوو ماشومانو د مړو تر موندل کېدو وروسته د خلکو احتجاج د مارچ په ۲۹مه هغه وخت ختم شو چې حکومت یې غوښتنې ومنلې.

د پرلتوالو په غوښتنو کې د ټولو وسله والو پر ضد د یو شان عملیاتو او د قربانيانو کورنيوو سره د مالي مرستې شاملې دي. د جانيخېلو د جرګې يو مشر او د خيبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عدنان وزير د مارچ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، په تېرو څو ورځو کې يې داسې نښې نښان ليدلي چې ګواکې حکومت په سيمه کې د موجودو وسله والو پر ضد عملياتو کې سنجيده دی.

اوس مو تسلي شوې ده خو که وعدې راسره پوره نه شوې نو بيا به په احتجاج وروځو
عدنان وزیر

خو نوموړي زياته کړه چې که يو بل بېګناه کس يې هم ووژل شو نو پر ضد به يې د ولسي پاڅون مخه بيا څوک ونه نيولی شي. ((پر حکومت مو د بې اعتبارۍ دا حال دی چې ژمنې مو ترې پر اسټامپ پيپر ليکلې واخيستې. د اتوار پر ورځ مو د قوم جرګه راغوښتې ده. موږ وايو چې پرته له وينې توېدنې په پښتونخوا وطن کې مو امن راشي. او که داسې نه وه نو زموږ د احتجاج مخه بيا څوک نشي نيولی. موږ د قوم لپاره قرباني ورکوو، پر سر مو کفن تړلی دی.))

حکومت درې کاله مخکې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاجي ناستې په نتيجه کې هم لوظ کړی وو چې د غورځنګ غوښتنې به په تدريجې ډول پوره کوي. له دې غوښتنو په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسيد د قاتلينو نيول، د پخوانۍ فاټا امن کول او له ماينونو يې پاکول مهمې هغه وې.

خو د غورځنګ غړي وايي حکومت پر ځای د دې چې خپلې ژمنې يې پوره کړې وای، برعکس يې د پښتنو د حقونو لپاره د دوی مبارزه ورته ګرانه کړه او يو شمېر مشران او فعال ملګري يې ورته بندي کړل.

وزیراعلی محمود خان لوظنامه تیاروي
وزیراعلی محمود خان لوظنامه تیاروي

د دې غورځنګ يو مخکښ او په قومې اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازی محسن داوړ وايي، پښتانه خپل حقونه د يو پرلت په نتيجه کې نشي ترلاسه کولی بلکې په خبره يې، دا کار يوه اوږد او پرلپسې جدوجهد ته اړتيا لري.

داوړ زیاتوي: ((د جانيخېلو پرلتوالو ته مو ويلي وو چې هرې خوا ته او تر هر چيرته چې ځئ، موږ درسره يو. خو موږ پوهېږو چې حکومت د يو پرلت په نتيجه کې خپلې پالېسۍ بدلولو ته نه اړ کېږي. دا لاريون که اسلام اباد ته هم رسېدلی وای، لوظنامه به همداسې وه چې دا وشوه. خو لږ تر لږه حکومت د ولس زور وليد. دويم غټ کار دا وشو چې حکومت په سيمه کې د وسله والو ډلو شتون ومانه. تر دې مخکې خو انکاري وو.))

حکومت به په يو پرلت خپلې پاليسۍ بدلې نه کړي
محسن داوړ

پخوانی سينېټر او د چارو شنونکی افراسياب خټک بيا وايي چې له افغانستان سره پر پوله پرتې سيمې تر هغې نشي ارامه کېدای چې پاکستان افغان جګړې ته د وسله والو د لېږلو پالېسي نه وي ختمه کړې.

خټک د مارچ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل: ((خدای دې وکړي چې حکومت خپلې وعدې پوره کړي او سيمه امن شي خو زه ډېر خوشبينه نه يم، او دا ځکه چې حکومت درې کاله مخکې په اسلام اباد کې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره هم وعدې کړې وې، چې تر ننه يې پوره کړې نه دي. دا وسله وال او ټوپکمار حکومت ساتلي دي. دوی افغانستان ته د جګړې لپاره ځي او چې ستانه شي نو دلته حکمراني کوي. امنيتي او استخباراتي ادارې يې ترشا ولاړې وي. نو مهمه دا ده چې پاکستان افغانستان پلو خپله پالېسي بدله کړي، او دغه کار د ولسي حکومت په اختيار کې نه دی.))

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د افغانستان د روغې جوړې له پروسې سره همکارۍ ته ژمن دي. پوځ دا دعوه هم کوي چې په پخوانۍ فاټا کې يې د وسله والو پر ضد عملياتو کې د قربانيو په ورکولو تر ډېره امن پر ځای کړی دی او لا هم د دې هدف په بشپړه توګه ترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د اطلاعاتو او لوړو زده کړو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش، چې د بنو په جرګه کې يې ګډون درلود، د مارچ پر ۳۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې هوډ ښکاره کړ چې حکومت به د جانيخېلو له ولس او مشرانو سره د دې سيمې د امن کولو خپله ژمنه پوره کوي.

نوموړي پر پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړ چې د سيمې د ناامنۍ له پېښو سياسي ګټې پورته کوي. ((ولس مطمين دی. غوښتنې مو یې ومنلې. پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتل چې دا احتجاج همداسې پسې اوږد شوی وای. دوی پر لاشونو سياست کوي، خو ناکامه شول.))

خپلې ژمنې به پوره کوو او د ولس په مرسته به امن راولو
کامران بنګش

بنګش زیاتوي: ((که پوځ دی، که پوليس او يا هم نورې ادارې دي، ټولې د حکومت ماتحت دي. موږ د جانيخېلو له مشرانو سره دا سلا کړې چې حکومت به له هغوی سره په ګډه د امن يوه کړنلاره جوړوي او د سيمې د ولس په مرسته او همکارۍ به يې عملي کوي. ځکه چې حکومتي ادارې د ولس له کمک پرته خپل اهداف نشي ترلاسه کولی.))

حکومت د جانيخېلو له مشرانو سره په لوظنامه کې منلې چې دا سيمه به د وسله والو له شتونه پاکوي، د سيمې له پرامنه خلکو به قانوني وسلې نه ټولوي او د وسله والو پر ضد عملياتو کې به د هېچا کور ته تاوان نه رسي. حکومت همداراز ژمنه کړې چې د هر يو وژل شوي هلک کورنۍ ته به د شهدا پيکېج په توګه ۲۵ لاکه روپۍ ورکوي او په جانيخېلو کې به يو شمېر پرمختيايي پروژې پلي کوي.

د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

XS
SM
MD
LG