د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيکا ځوان ډاکټران د افغانستان له طبي شورا د ازموينو وخت غواړي


د پکتيکا ښرنې مرکزي روغتون
د پکتيکا ښرنې مرکزي روغتون

د افغانستان په پکتيکا ولايت کې لسګونه هغه ډاکټران چې په وروستیو دوه کالونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي دي، وايي، طبي شورا د دوی ازموینې ځنډولي او دوی بې برخلیکه دي.

دوی زیاتوي تر هغه چې د طبي شورا له خوا دوی ته د ارزیابۍ اسناد ورنکړل شي، تر هغه وخته نه دندې ورکول کیږي او نه کولای شي چې نورې مسلکي او تخصصي زده کړې وکړي.

د نومبر په ۱۴مه د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي ډاکټر عصمت الله مشال راډیو ته وویل، دی دوه کاله وړاندې له معالجوي طبه فارغ شوی، خو دا چې دوی د طبي شورا ازموینه نه ده ورکړې، تر اوسه بې دندو ګرځي.

د مرکز ښرنې اوسیدونکی ډاکټر نصرالله هم ورته ستونزه لري او د حلولو غوښتنه یې کوي. هغه وويل: "زموږ د ایګزیټ امتحان چې د طبي شورا لخوا اخیستل کيږي، تر اوسه پاتې دی. ددې امتحان پرته موږ نشو کولای چې وظیفه وکړو یا خپلو زده کړو ته ادامه ورکړو، له مربوطه اداراتو څخه مو غوښتنه داده چې ستونزو ته مو ژر حل کړي."

پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې له هغو ولایتونو دی، چې روغتیايي مرکزونو او کیلینکونو کې یې پوره مسلکي ډاکټران نشته. ځايي خلکو د معياري طبي خدماتو غوښتنه کړې ده.

د پکتیکا روغتیايي چارواکي بیا وايي د ځوانانو ډاکټرانو یاده ستونزه يې د روغتیا او لوړو زده کړو له وزارتونو او نورو ادارو سره شریکه کړې ده. د پکتیکا د روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت وویل ازموینې د اوس لپاره ځنډیدلي خو دوی له اړوندو ادارو په پرلپسې توګه د یادې ستونزې د هواري غوښتنې کړې دي.

بل لوري ته د افغانستان د طبي شورا تخنیکي مرستیال ډاکټر خلیل الله شفا مشال راډيو ته وويل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنیدو وروسته ازموینه نه ده اخیستل شوې خو وايي دا چې په دې وروستیو کې نوی سرپرست ورمعرفي شوی، نو په نیږدې راتلونکې به له نویو فارغانو د ازموینو بهیر پیل کړي.

XS
SM
MD
LG