د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيکا ارګون بازار د احتجاج په توګه تړل شوی دی


چارواکي وايي چې له دوکاندارانو سره به د ستونزې په اړه خبرې کوي.

د افغانستان د پکتیکا د ارګون بازار د دوکاندارانو او د ښار د بېلابېلو اصنافو لخوا د سېپټېمبر له ۲۰مې راهیسې د احتجاج په توګه تړل شوی دی.

احتجاجيان وايي، مسوولین د دوی د کاروبار او اقتصادي توانه پورته مالیه ورڅخه غواړي چې دوی يې د ورکولو وس نه لري.

د ارګون بازار یوه دوکاندار معلم قاسم د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې دوکانونه يې ځکه تړلي چې د پخوا په پرتله له دوی څو برابره ډېره مالیه غوښتل شوې ده.

دی زیاتوي، مخکې تر دوه زره افغانیو زیاته مالیه نه وه، خو اوس له ۵ زره نیولې بیا تر ۴۰ زره افغانیو پورې مالیه ده.

یو بل دوکاندار عبدالرحیم بیا مشال رېډیو ته وويل چې د ډېر غربت له کبله او مشکلاتو له لاسه د وطن پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"داسې دوکانداران شته چې په ټوله ورځ کې يې ۳۰۰۰ افغانۍ سودا نه کېږي، دوی ورڅخه دوه یا درې زره افغانۍ مالیه غواړي، دا خلک زلزلې او جنګونو ځپلي دي، دوی نه سړک لري، نه مکتب لري او نه بل شی، حتی د نورو لویو ښارونو په پرتله باید له دې خلکو لږه مالیه واخیستل شي. "

د ارګون بازار یو بل دوکاندار ولي جان وايي، دوی به دوکانونه هغه وخت خلاص کړي چې مالیه ورته کمه شي.

ده وویل، په کومه اندازه چې چارواکي مالیه غواړي دوی په هغه اندازه سوداګري او کاروبار نه لري.

بل لور ته د پکتیکا چارواکي وايي، د تېر جمهوري نظام پر مهال له دوکاندارانو او اصنافو څخه یو نیم فیصد مالیه اخیستل کېده، خو ا اوس دوی ورڅخه یوازې نیم فیصد مالیه غواړي.

د پکتیکا مستوفي مولوي عبدالوهاب عمري د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه مشال راډیو ته وویل: "دوی ته د کال ۳۰۰ ورځې حسابېږي، په دې کې هم دوی ۶۵ ورځې معافیت لري، موږ هېڅکله چا سره غیر اصولي کار نه دی کړی، موږ نور هم د خلکو ډېر لحاظ کړی، کله مو چې کتلي د یو چا کار کمزوری دی، له هغو څخه مو مالیه کمه اخیستې ده. "

د پکتیکا مستوفي زیاته کړه، حاضر دی چې د ارګون د اصنافو له استازو او دوکاندارانو سره په دې اړه کښېني او یو بل لوري ته د قانون په رڼا کې قناعت ورکړي.

ارګون په پکتیکا کې تر مرکز ښرنې دویم لوی بازار دی چې د دې ځای د نېږدې ولسوالیو اوسیدونکي هم د توکو د اخیستلو لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG