د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې نوې نرسانې له زده کړو فارغې شوې


پکتیکا: د نرسانو د فراغت انځور.
پکتیکا: د نرسانو د فراغت انځور.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

پکتیکا
- د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د لومړي ځل لپاره ٢٤ مېرمنې د نرس قابله ګۍ له ١٨ مياشتني کورسه فارغې شوې دي.

د دې كورس مالي لګښت د امریکا پرمختګ لپاره نړیوالې ادارې (USAID) ورکړى، او د سمبالښت او پرمخ بيولو چارې يې د (I M C) موسسې پر غاړه وې.

له دې وړاندې پکتيکاوالو په دې برخه کې ډېرې ستونزې لرلې، خو اوس به د دغو ۲۴ قابلو له فراغت سره د دوى ستونزې تر يوې اندازې هوارې شي.

د پکتيکا والي محب الله صميم په دې اړه جوړو شويو مراسموکې وويل، چې د دغو قابلو روزنه د پكتيكا لپاره لويه لاسته راوړنه ده.


د پکتيکا والي پرنرس قابلو غږ وکړ،چي له خپلو زده کړو عملي ګټه واخلي او د پکتيکا د مېرمنو او ماشومانو خدمت وکړي.


محب الله صميم د عامې روغتيا له مسوولينو د مننې ترڅنګ د دغه کورس برخوالو ته د هر راز مرستې اوهمکارۍ ډاډ هم ورکړ.


د پکتيکا د عامي روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل وويل، چي دغو ۲۴مېرمنو د ۱۸مياشتو په موده کې د قابله ګۍ زده کړې کړې دي. چې له دې ۲۴مېرمنو ۱۶يې د پکتيکا او پاتې يې د نورو ولايتونو اوسېدونکې دي، چې په خپلو سيمو کې به د زيږون پر مهال له ښځينه ناروغانو سره مرسته کوي.


د دغه کورس مشرې ډاکترې شکيلا بيدار په دې مراسمو كې وويل، چي تر اوسه پکتيکاوالو په دې برخه کې ډېرې ستونزې لرلې، خو اوس به د دغو ۲۴ قابلو له فراغت سره د دوى ستونزې تر يوه بريده هوارې شي.


د قابله ګۍ په دغه کورس کې ديوې ګډونوالې پلار محمد قاسم پر دې خوښي څرګنده کړه، چې لور يې د روغتيا په برخه کې روزنه ترلاسه کړې او وياړي، چې په هېواد کې له نورو خويندو او ميندو سره مرسته وکړي.


د ښرنې د روغتون د نسايي او ولادي څانګې مشرې ډاکترې ليلا هم پر دغه فراغت د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وويل، چې که ښځينه ډاکتره يوه ښځه وګوري نو ستونزه به يې ښه حل شوې وي.

نوموړې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو مړينې ته په کتنې، دا يو ګټور او مهم ګام او د پکتيکا د مېرمنو لپاره يې تر ټولو لوى خدمت وباله.


د دې غونډې په وروستيو کې دکورس د استادې او ګډون کوونکو له لورې دلوړې مراسم هم ترسره شول.


د يادولو ده، چې په پکتيکا کې دا لومړي ځل دى، چې د قابله ګۍ ۱۸مياشتنى کورس جوړ او پاى ته ورسيد. د دې كورس مالي لګښت (USAID) ورکړى، او د سمبالښت او پرمخ بيولو چارې يې د (I M C) موسسې پر غاړه وې.

له دې وړاندې د جنوبي وزيرستان سره په پوله پروت د دې ولايت اوسېدونكو د روغتيايي اسانتياو له نشتون شكايت كاوه او ويل يې، چې دوى خپل ناروغان نورو ولايتونو اويا پاكستان ته وړي، چې له دې امله بيا د ګڼو نورو ستونزو سره هم مخامخېږي.
XS
SM
MD
LG