د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي کې د يوه ځوان د وژنې د پېښې ضد هړتال او مظاهره شوې


په لورالايي کې باچاخان څلورلاری ــ پخوانی انځور
په لورالايي کې باچاخان څلورلاری ــ پخوانی انځور

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه لورالايي (بوري) کې د يوه ځوان د وژنې د پېښې پرضد هړتال او مظاهره شوې ده.

ځايي خلک او ليويز ځواک وايي چې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه څلور ځوانان کورهارډ بند ته په مېله تللي ول چې هلته ورباندې نامعلومو کسانو برید وکړ او زده کوونکی اسرار احمد يې وواژه او د هغه درې ملګري يې ټپيان کړل.

د دې پېښې پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ په اعلان د اکتوبر پر ۱۸مه د لورالايي بازار وتړل شو او مظاهره وشوه. په هړتال او مظاهره کې د عوامي نېشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړیو هم ګډون کړی دی.

د وژل شوي زده کوونکي تره زينک د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې پوليس دې قاتلين ونیسي او سزا دې ورکړي. د لورالايي اسيسټېنټ کمېشنر جميل بلوچ مشال راډيو ته ويلي چې يو مشکوک کس یې نیولی او پلټنې روانې دي.

د ليويز چارواکي وايي چې پر وژل شويو او زخميانو ډزې شوې او په خنجرونو وهل شوي دي. ټپيان دا مهال په لورالايي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې هم د اکتوبر پر ۱۷مه مازیګر پر پېښه خفګان ښوول شوی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازي نصرالله زيري ويلي چې داسې برېښي چې په صوبه کې يو ځل بیا د امنيت وضع په خرابېدو ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG