د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: يو پولیس په هدفي بريد کې وژل شوی، پوځ د ۲ سرتېرو او ۴ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي


پاکستاني سرتيري په کوټه کې (انځور له ارشيفه)
پاکستاني سرتيري په کوټه کې (انځور له ارشيفه)

په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه او حکومتي چارواکي وايي چې په دوو جلا جلا پېښو کې دوه پاکستاني پوځيان او يو پولیس وژل شوي دي. دوی د څلورو مشکوکو وسله والو د وژنې ادعا هم کړې ده.

د پاکستان پوځ د اکتوبر په ۳۱مه ادعا وکړه چې په بلوچستان کې د هدفي عملياتو پر مهال د دوی دوه سرتيري او څلور وسله وال وژل شوي دي.

په کوټه کې د پوځ مطبوعاتي ادارې د بيان ترمخه دغه عمليات د بلوچستان د شاهرګې په کمان پاس سيمه کې ترسره شوي چې پکې درنه وسله هم نیول شوې ده. بيان زياتوي چې دغه عمليات لا هم دوام لري. دا عمليات روسته له هغو شوي چې د روان کال د جولای په ۱۲ مه د بلوچستان په زيارت کې ناڅرګنده وسله والو پخوانی ليفټېننټ کرنل لايق بېګ مرزا او د ده د تره زوی ووژل.

له پاکستانه د بلوچستان د ازادولو لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي د دغه بريد زمه واري منلې وه. لایق بیګ مرزا په کوټه کي د پاکستان د پوځ تر کنټرول لاندې د کورونو يا ډیفینس هاوسنګ سکیم څارنه کوله. په شاهرګه کې د وروستيو عملياتو په اړه کومې وسله والې ډلې تر دې دمه څه نه دې ويلي او نه هم په ازاد ډول د پاکستاني پوځ د دې ادعا تصديق شوی دی.

بلخوا د بلوچستان په پشين کې ناڅرګنده وسله والو د پولیو د کمپاين يو ساتونکی، پولیس وژلی دی. د پولیسو په خبره پېښه د نومبر په لومړۍ نېټه هغه وخت رامنځته شوه کله چې په سرخاب سړک د صدر تاڼې پولیس افسر زین الله له کار وروسته د خپل کور پر لور روان وو چې وسله والو په ډزو ژوبل کړ.

نوموړي وروسته روغتون ته پر لاره سا ورکړه. د پشین مرستيال کمشنر یاسر خان بازي مشال رېډيو ته ويلي چې په سرخاب او شاوخوا سیمو کې يې د برید ګرو د نيولو لپاره لټون پيل کړی دی. نوموړي زیاته کړه چي یوه اونۍ مخکې د ناڅرګنده وسله والو لخوا د وژل شوي پولیس چارواکي محمد هاشم د قتل په تور يې هم ډیر معلومات ترلاسه کړي دي او ډیر ژر به يې وژونکي ونيول شي. د دغه برید ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د بلوچستان په چمن کي هم د اکتوبر پر ۲۷مه د لیویزو عسکر حبیب الرحمان هغه وخت ناڅرګنده وسله والو وواژه چې کله نوموړي د پولیو مخنيوي واکسینو ټيمونو د حفاظت دنده ترسره کوله.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG