د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لورالايي کې د یوه زده کوونکي وژنې ضد لاریون شوی دی


د بلوچستان په بوري (لورالايي) کې د ښوونځیو ګڼو زده کوونکو د نهم ټولګي د یوه طالب علم اسرار احمد د وژنې او د درې نورو کسانو د ژوبلولو ضد لاریون کړی دی.

د اکتوبر ۱۹مې لاریونوال د ښار له بېلابېلو برخو تېر شول او بیا یې د بوري د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ځايي خلکو او ليويز ځواک په وینا، د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه څلور ځوانان د بوري کورهارډ بند ته په مېله تللي ول چې هلته ورباندې نامعلومو کسانو برید وکړ چې پکې زده کوونکی اسرار احمد ووژل شول او د هغه درې ملګري ژوبل شول.

ليويز ځواک ویلي چې پر هغو څلورو کسانو ډزې شوې وې او په چړو وهل شوي دي. ټپيان دا مهال په لورالايي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پېښې پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ په اعلان د اکتوبر پر ۱۸مه د لورالايي بازار وتړل شو او مظاهره وشوه چې پکې د نورو سیاسي ګوندونو سیاستوالانو هم ګډون وکړ.

د مظاهرې ګډونوالې ماشومې په لاس کې دا کاغذ نیولی وو - د اکتوبر ۱۹مې انځور.
د مظاهرې ګډونوالې ماشومې په لاس کې دا کاغذ نیولی وو - د اکتوبر ۱۹مې انځور.

د اکتوبر پر ۱۹مه په مظاهره کې د ښوونځیو زده کوونکو په ګډون ښوونکو، سیاستوالانو او د ښار اوسېدونکو هم ګډون وکړ او له انتظامیې څخه یې د اسرار احمد په وژنه او د درو کسانو په ژوبلولو کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه وکړه.

د انتظامیې دریځ

د مظاهرې پر مهال انتظامیې امنیتي اقدامات کړي ول او د بوري ډېپټي کمېشنر عتیق شاهوانی وايي، په پېښه کې د تورن کس د نیولو لپاره یې چاپو ته دوام ورکړی دی.

ده د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه یې پینځه داسې کسان نیولي دي چې له تورن تن سره په موبایل ټېلېفون په رابطه کې ول.

شاهوانی وايي، د تورن کس چې نوم یې نه دی ښوول شوی، ورور او پلار یې نیولي دي چې پر هغه فشار راشي او ځان پولیسو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG