د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په قلات کې چاودنې دوه عسکر وژلي


تر اوسه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو هلته د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د زیاتره بریدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکي پر غاړه اخلي.

د بلوچستان په قلات کې بمي چاودنې دوه امنیتي عسکر وژلي‌ او درې نور یې ټپي کړي دي.

د قلات ضلعې چارواکي وايي‌، دا پېښه د اکتوبر پر ۲۱مه په جوهان سیمه کې هغه مهال شوې ده چې کله د سرحدي عسکرو موټر له هغه ځایه د تېرېدو په حال کې وو.

د امنیتي چارواکو په وینا، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هلته چاودېدونکي مواد ایښودل شوي ول. د پېښې ژوبل کسان د کوټې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو هلته د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د زیاتره بریدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکي پر غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG