د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې سوداګرو د غلاوو په خلاف احتجاج کړی


کوټې تللی سړک چې د احتجاج له امله بند دی (انځور له ارشیفه)
کوټې تللی سړک چې د احتجاج له امله بند دی (انځور له ارشیفه)

د بلوچستان سوداګرو پر لویو لارو د غلاوو خلاف احتجاج کړی او له کوټې کراچۍ ته تلونکې لویه لار یې تړلې ده.

دوی وايي هلته پیل کړی پرلت به تر هغه وخته روان وي چې د اکتوبر پر ۱۹مه په قلات کې لوټل شوې د غوړو ډکه لارۍ نه وي موندل شوې.

یو سوداګر ملک بهادر خان ملیزي مشال راډیو ته وویل چې د غوړیو د ډکې لارۍ د تښتول کېدو راپور یې د پولیسو سره درج کړی خو تر اوسه هېڅ نه دې شوي. "غله نه دې نيول شوي. باید ونيول شي."

د تاجرانو اتحادیې د پهیه جام هړتال له کبله د کوټې او کراچۍ ترمنځ لارې پر لکپاس سیمه هر ډول واړه او غټ موټران درول شوي وو. د کروندګرو اتحادیې هم د کراچۍ او کوټې تر منځ مسافر وړونکو موټرانو اتحادیې او د سبزیانو او مېوو کاربار کونکوو اتحادیې د تاجرانو د پهیه جام هړتال ملا تړ کړی او په احتجاج کې ورسره شامل شوي دي.

احتجاج کوونکو تور پورې کړی چې حکومت د غلا او بې امنۍ پېښې سنجيده نه اخلي. د مېوو او سبزیو سوداګرو اتحادیې یو غړي ظهور احمد کاکړ د اکتوبر په ۳۱مه مشال راډیو ته وویل: "په ټول بلوچستان او په ځانګړې توګه کوټه کې غله په سپینه ورځ په دوکانونو ننوځي او تجاران لوټي، د کوټې او کراچۍ او کوټې او پنجاب ترمنځ لارو باندې په څرګنده غلاوې روانې دي."

خو حکومت دا نه مني او چارواکي وايي چې دوی د امن ټينګ ساتلو لپاره د مجرمينو په خلاف نه ستړي کېدونکي ګامونه اخیستي دي.

د بلوچستان حکومت ویاندې فرح اعظیم شاه د اکتوبر په ۳۱مه مشال راډیو ته وويل چې د سوداګرو سره یې په دې لړ کې خبرې شوې، د هغوی ستونزې یې اورېدلې او هوارې کړې دي. د نوموړې په خبره حکومت به وړاندې هم کوښښ کوي چې سوداګرو ته خوندي چاپيريال برابر کړي.

هغې زیاته کړه چې د تاجرانو د کاروبار خوندي ساتلو په اړه د بلوچستان اعلا وزیر په خپله خبري غونډه کې هم ویلي وو چې د کراچۍ او کوټې تر منځ پر لاره یې ټولو ضلعو انتظامي افسرانو ته هدایت کړی چې هغوی د غلو مخنیوی وکړي او د تاجرانو کاروبار خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG