د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د ډېسېمبر پر ۱۸مه د علي وزیر ګرفتارۍ ضد احتجاج کوي


علي وزیر په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی دی - د ارشیف انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د غورځنګ مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ ضد د احتجاج اعلان کړی دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر خپله فېسبوک پاڼه په وینا کې وویل چې د غورځنګ ملاتړي او پلویان به د ډېسېمبر پر ۱۸مه په پاکستان او د نړۍ په نورو برخو کې احتجاجي غونډې کوي.

اولنی احتجاج به په چمن کې ۱۰ بجې او وروستی هغه یې په څلور بجې په بنو کې کېږي.

غورځنګ د احتجاج اعلان تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې په پېښور کې پولیسو وزیر ونیو.

په عین وخت کې د سیند پولیس وايي، د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر هغې صوبې ته د انتقالولو لپاره یې پولیسان پښتونخوا ته استولي.

دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۷مه، د سیند د پولیسو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وکړه.

منظور پښتین وویل، د غورځنګ پلویان به سوله ییزې مظاهرې کوي - د ارشیف انځور
منظور پښتین وویل، د غورځنګ پلویان به سوله ییزې مظاهرې کوي - د ارشیف انځور

منظور پښتین په وینا کې زیاته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ډېسېمبر پر ۲۰مه د بنو په جاني خېلو او د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې هم احتجاجي غونډې کوي.

هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ سید عالم مسید د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې علي وزیر د پنجشنبې (زیارت) پر سهار د پېښور مجسټرېټ او بیا وروسته سېشن جج ته وړاندې شو.

د ده په وینا، قاضي په الوتکه کې د وزیر سیند ته د استولو اجازه ورکړه خو دا لا معلومه نه ده چې هغه به کله روانېږي.

پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین غونډه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

د پېښور پولیسو وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین په مناسبت تر غونډې وروسته ونیو او ویې ویل چې پر نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه په کراچۍ کې پرچه دایره شوې وه چې پکې پر وزیر د ښار په سهراب ګوټ کې په جلسه کې د ریاست او پوځ پر ضد د وینا تور پورې شوی.

له دې علاوه پولیس وايي، غورځنګ په سهراب ګوټ کې د جلسې لپاره غوښتنلیک دایر کړی وو چې انتظامیې منظور نه کړ.

دوی وايي، پر دې سربېره غورځنګ جلسه وکړه چې د قانون سرغړونه ده.

د سیند پولیس چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر شپږمه تر جلسې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین، مخکښانو محسن داوړ او ثنا اعجاز په ګډون پر ۱۹ غړو او مشرانو هم د همدې تور پر بنسټ مقدمې دایرې شوې دي.

خو دا روښانه نه ده چې د پېښور پولیسو تر پرونۍ غونډې وروسته داوړ او ثنا اعجاز ولې ګرفتاره نه کړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپلو مخکښانو لګېدلي تورونه ردوي او وايي، د حقونو لپاره به یې سوله ییزه مبارزه روانه وه.

د سیند پولیس زیاتوي چې د وزیر د ګرفتارۍ لپاره یې د قامي اسمبلۍ له سپیکر اسد قیصره اجازه اخیستې وه.

قیصر لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ټوېټر کښلي چې په پیښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نیونه "د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی."

XS
SM
MD
LG