د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې له کباړه جوړ کټ ګاډي نیول کېږي


د ګاډو پرزې قاچاقي وي نو ځکه کټ ګاډي بلل کېږي او بیا یې مستریان یو ځای کوي او ورڅخه روغ ګاډی جوړوي.
د ګاډو پرزې قاچاقي وي نو ځکه کټ ګاډي بلل کېږي او بیا یې مستریان یو ځای کوي او ورڅخه روغ ګاډی جوړوي.

په سوات کې پولیسو د های کورټ بينچ پر هغه فيصله چې ملاکنډ ډويژن کې یې له کباړ پرزو پر جوړو کړو ګاډو بندیز لګولی وو کارروايي پیل کړې او تر دا مهاله یې تر ۶۰ زیات موټران نیولي دي.

د خيبرپښتونخوا ملاکنډ ډیويژن اووه ضلعې تر يوه قانون لاندې له ټيکسونو پاکه سيمه ده او دغه وجه ده چې په دې سيمه کې بې کاغذه (نان کسټم پيډ) په لکونو ګاډي ګرزي. په دغو کې داسې موټران هم شته چې د کباړ په غرض په پرزو او ټوټو کې سیمې ته راوړل شوي دي او بيا ترې مستريانو ګاډي جوړ کړي دي.

د سوات مينګوري سليمان وائۍ چې دا وخت په زرګونو ګاړي په سيمه کې چلېږي او عام ولس پرې مزدوري کوي.

" دوی ته پکار وه چې وړاندې يې پرې لګولی وی، اوس خو په لکونو ګاډي دي چا پټي خرڅ کړي چا د خپلو ښځو ګاڼه/کالي کړي چې ځان له پرې روزګار کوي اوس چې دوی بېکار کړل شي نو دا خلک به څه کوي؟ شوکې، ډاکې به کوي پکار ده چې پر دې امر بيا نظر وکړي."

ظفرالله خان چې د موټرو جوړولو کاريګر دی، نوموړی وايي چې له دې فيصلې سره به نه صرف په زرګونو ګاډي چلوونکي متاثره شي، ورسره به نور کریګران هم بې روزګاره شي.

نوموړی وايي چې دلته ۹۰ فيصده کټ ګاډي دي، دا غريب خلک دی او اوس یې پوليس تنګوي، له دې سره به نه یوازې دا ولس بې روزګاره شي ورسره به ډېنټران، مکېنیک، رنګ ساز، پيټرول واله او ګڼ نور خلک متاثره شي. په سوات کې ټيکس نشته بيا ولي داسې فيصلې کېږي."

بل خوا د های کورټ فيصلي په اړه د سوات بار اسوسييېشن پخواني مشر وکیل اصغر خان وایي چې دغه فيصله د قانون مطابق ده خو صرف هغه ګاډي پکې شامل دي چې د کمپنۍ چېسسز پليټ نمبر یې کټ شوی يا ويلډ شوي يا دوباره لګول شوی دی. نو پر داسې ټولو ګاډو بنديز دي، په دې هغه ګاډي نه دي شامل چې باډۍ یې بدله شوې، يا دوباره جوړه شوې. د خلکو زيات تشويش په دغه دي او عام کټ ګاړي دي کې شامل نه دي.

د سوات پوليس مشر ډي پي او قاسم علي خان لخوا ټولو پوليسو ته نوټس جاري شوی چې هر ډول کټ ګاډي دې ونیول شي. پوليس وايي چې دوی د قانون مطابق کارروايي کوي او نيول شوي ګاډي به دوباره کباړ کوي، بل خوا ځینو سياسي او مدني ګوندونو د عدالت دغه فيصله په سپريم کورټ کې چېلنج کولو پخلی هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG