د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ ملتپال ولې هم د حکومتونو برخه وي او هم ګیلې ورڅخه کوي؟


له کلونو راهسې د لادرکه بلوڅانو د خوشي کولو لپاره د " وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" په نامه ځانګړی سازمان کار کوي. پخوانی انځور

بلوڅ ملتپال ګوندونه وايي، د تېر په څېر د پاکستان اوسنی وفاقي حکومت هم د بلوچستان د مسلې هواري ته هغسې ارزښت نه ورکوي لکه څنګه چې په کار ده.

د بلوڅ ملتپالو ګوندونو مشران وايي، که د بلوڅ ولس ستونزې هوارې نکړل شي‌ نو دا به پر ریاست د بلوڅانو بې باوري نوره هم زیاته کړي.

د دوی په وینا، د بلوچستان د لادرکه کسانو د خوشې کولو او هلته د احساس محرومۍ ختمولو لپاره چې د کومې سنجیدګۍ ضرورت دی، هغه د تېر په څېر په اوسني حکومت کې هم نه لیدل کېږي.

دوی وايي، د ملک عدالتونه هم هغه رول نه لوبوي د کوم پر اساس چې ورته ازاده عدلیه وویل شي.

دا څرګندونې د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې او نېشنل پارټۍ مشرانو د اکتوبر پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

دوی دا ډول څرګندونې تر دې وړاندې د پاکستان په قومي اسمبلۍ، سېنېټ او په لاهور کې د عاصمه جهانګیر کنفرانس پر مهال په خپلو ویناوو کې هم کړې دي.

دا ګوندونه نه یوازې په مرکزي او صوبايي حکومتونو کې شریک اوسېدلي بلکې د دواړو ګوندونو مشران د بلوچستان اعلا وزیران هم پاتې شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې که بلوڅ ملتپال په حکومتونو کې هم شریک وي نو له حکومت او عدالت څخه ناهیلي ولې څرګندوي؟

په اوسني وفاقي حکومت کې شریک د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې مخکښ او پخواني سېنېټر ډاکټر جهانزیب جمالدیني مشال راډیو ته وویل، دوی پر پارلېماني سیاست باور لري نو ځکه له حکومت څخه ګیلې کوي.

نوموړي وویل، د ګوند مشران یې ځکه په بیا بیا فریادونه کوي چې د دوی په فکر د بلوچستان مسله ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو ده.

ډاکټر جهانزېب جمالدیني زیاته کړه چې دوی د دې مسلې حل یوازې په داسې خبرو اترو کې ویني چې د ده په وینا ریاست پکې سنجیده وي.

هغه زياته کړه، "د خبرو اتور لارې بندې شوې دي، او په داسې حالت کې چې ظلمونه او له عدالته پرته وژنې روانې وي نو له دې څخه مسلې د هوارېدو پر ځای نورې هم خرابېږي، کوم خلک چې اوس پر سیاست او خبرو اترو باوري لري، داسې نه وي چې هغوی هم پر بله خوا ولاړ نه نه شي."

د نېشنل پارټۍ مشر او پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ مشال راډیو ته وویل دوی سیاسي خلک دي او له سیاسي او سوله ییزې لارې د خپل ولس خدمت کول غواړي.

د ده په وینا، د بلوچستان مسلې پر دوو برخو وېشلې دي‌ چې یوه پکې پر حکومت او بله پر امنیتي چارواکو پورې تړلې ده.

خو د ده په وینا، د بلوچستان مسلې د هغو بلوڅانو له رضامندۍ پرته هم نشي هوارېدای چې د ریاست پرضد په جګړه کې ښکېل دي.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ زیاته کړه، "د لادرکه کسانو مسله یوازې امنیتي ادارې او اسټېبليشمېنټ هوارولای شي، په دې کې بله خبره نشته، او تر کومه حده چې د عامو مسلو د حل خبره ده، نو په هغه کې هم خبرې اترې یوازې ايسټېبليشمېنټ کولای شي. د اصف علي زرداري او نواز شریف خواهش وو چې خبرې اترې وشي خو تر څو چې ايسټېبليشمېنټ او بلوڅ وسله وال راضي نه وي، دا مسلې نشي‌ هوارېدای."

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل چې په دې برخه کې بیا زیاته ذمه واري پر ریاست راځي چې هغوی د خبرو اترو له لارې داسې حل راوباسي چې ريښتیا هم د بلوچستان مسله هواره شي.

په بلوچستان کې د نورو مسلو ترڅنګ د لادرکه کسانو مسله ډېره جدي بلل کېږي. هلته له کلونو راهيسې د لادرکه بلوڅانو د خوشي کولو لپاره د "وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" په نامه ځانګړی سازمان کار کوي.

د دې سازمان په وینا، په بلوچستان کې د لادرکه کسانو شمېر تر ۵۰ زره زیات دی چې د دوی په وینا، د ګڼ شمېر کسانو خراب کړل شوي مړي هم موندل شوي دي.

د سازمان مشران تور پورې کوي چې دا ټول کسان د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارو لادرکه کړي او وخت ناوخته د هغوی خراب کړل شوي مړي غورځوي.

خو د پاکستان پوځ په داسې کړنو کې له لاس لرلو انکار کوي او دا د هغو هېوادونو له خوا وضع شوې اېجنډا بولي چې د دوی په وینا پاکستان او د پاکستان ادارې بدنامول غواړي.

د پاکستان نېږدې هر وفاقي حکومت له راتګ سره سم دا منلي چې په بلوچستان کې ظلم شوی او دوی به یې د ازالې هڅه کوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روان کال (۲۰۲۲ز) په اپرېل مياشت کې تر منتخب کېدو وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. نوموړي هغه مهال ویلي وو چې له قانون سره سم به د لادرکه کسانو د خوشي کولو لپاره غږ پورته کوي.

هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به له "بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.

وروسته حکومت د مې پر ۳۰مه په زوره د تری تم شويو کسانو په اړه د يوې تګلارې جوړولو لپاره کمېټۍ جوړه کړه چې مشري يې د قانون مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ کوي، خو د بلوڅ ملتپالو په وینا، تر اوسه په دې لړ کې څه پرمختګ نه دی شوی.

شهباز شريف وروسته د سېپټېمبر پر نهمه د اسلام اباد های کورټ ته په رسمي بیان کې دا هم ویلي وو چې د بلوچستان په ګډون به په ټول ملک کې د لادرکه کسانو د موندلو پشپړه هڅه کوي.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، د بلوچستان مسلې ځکه نه هوارېږي چې سیاسي ګوندونو ته تر نور څه خپلې ګټې مهمې دي.

د ده په وینا، د صوبې د مسلو د هواري لپاره د یو متحد غږ پورته کولو پر وړاندې یوازې د ګوندونو او سیاسي‌ مشرانو خپلې ګټې خنډ دي.

ده وویل، "دا د بلوچستان د هر باشعوره وګړي خواهش دی چې ملتپال باید په شریکه غږ پورته کړي‌ خو له بده مرغه دلته د شخصیاتو ټکر دی او سیاسي ګوندونه یو له بله په کرکه کې دومره ژور ولاړ شي‌ چې بیا یې اتحاد کول ډېر ګران شي."

په بلوچستان کې د روانو مشکلاتو او په ځانګړې توګه د لادرکه کسانو پر مسلې، پر وسایلو د اختیار او صوبايي خودمختارۍ باندې د ملتپالو نظر یو دی خو بیا هم د دې هدفونو ترلاسه کولو لپاره ډېر کم په شریکه غږ پورته کوي.

XS
SM
MD
LG