د لاسرسي ځای

تازه خبر

''که د جبري ورکولو مخنیوی ونشي پاکستانۍ ټولنه به پر قیدخانه واوړي''


کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره د یوه پرلت پر مهال د هغه کسانو تصویرونه لګېدلي چې ورک یا وژل شوي دي.

د بښنې نړېوال سازمان (اېمنسټي انټرنيشنل) وايي، د پاکستان حکومت دې د خلکو جبري ورکونې مخنیوی وکړي. دې ادارې د نومبر پر ۲۲مه د ژوندیو ارواګانو (لیوینګ ګوسټس) په نامه راپور خپور کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي چې په هېواد کې استخباراتي ادارې د ۲۰۰۱ز کال راهیسې په مسلسله توګه په هغه هېواد کې د بشري حقونو کارکوونکي، سیاسي فعالان، زده کوونکي او خبریالان په نښه کوي چې پکې د سلګونو لادرکو کسانو په اړه هېڅ معلومات نشته.

د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) په خپل تازه راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې په جبري توګه لادرکه کېدل دې بند کړي.

یاد سازمان د جنوبي ایشیا لپاره یوې مشرې رهاب مهامور په حواله لیکل شوي چې په جبري توګه لادرکه کول یو ظالمانه عمل دی چې په تېرو دو لسیزو کې یې په پاکستان کې په سلګونه کورنۍ له نه ختمېدونکي ګورم او خپګان ته اچولې دي.

په پاکستان کې په زوره د لادرکه کړل شوو کسانو کورنۍ بیا وايي چې حکومت دې دا کسان عدالت ته وړاندی کړي او که بې ګنا وي نو خوشي دې کړي.

د ایف ار پېښور اوسېدونکې انور بي بي د کورنۍ پینځه تنه په ۲۰۱۲ز کې لادرکه کړل شوي وو چې پکې یې دوه زامن، یو لمسی، یو د ایندرور زوی او بل د لېور زوی دي.

انور بي بي د نومبر پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې لمسی یې د لادرکه کېدو یو نیم کال وروسته خوشې کړل شو خو د هغې په وینا د لادرکه کېدو پر مهال پرې تشدد شوی چې له وجې یې یوه سترګه خرابه شوی او نفسیاتي مریض شوی دی.

((لمسي مې په پینځم کې سبق ویلو، یو نیم کال یې پټ کړی وو. یو زوی مې په دښمنۍ کې مړ دی او دا چې ورک دي، نهه کاله یې وشول. هېڅ معلومات راته نه راکوي چې زامن مې مړه دي او که ژوندي.))

د لادرکه کسانو د راخوشي کولو لپاره وخت په وخت په پاکستان کې احتجاجي ناستې هم شوي دي. په دوی کې یوه امنه مسعود هم ده چې میړه احمد مسعود جنجونه یې له ۲۰۰۵ز کال راهیسي ورک دی او اوس دا د ورکو کسانو لپاره غږ پورته کوي، له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې جبري ورکونه په ټولنه کې د بیان پر ازادی د قدغن لګولو او د ویرې خورولو لپاره پیل شوی وو. هغې زیاته کړه، که د دې کارروایانو مخنیوی ونشو نو پاکستانۍ ټولنه به پر قیدخانه بدله شي.

((زما میړه او د هغه ملګری دواړه د ۲۰۰۵ز کال د جولای پر ۳۰مه پېښور ته روان ول چې هلته خپل بل ملګري سره وویني. نو ما ته درې ورځې پس معلومه شوه چې میړه مې په هېڅ ځای کې نشته. زما خسر هغه ریټایرډ کرنل وو او له پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف سره یې نیږدې تعلق وو. زما خسر ورله ورغی چې ورته ووايي چې دغسې زامن مې ورک دي. خو هېڅ ونشول. بیا ما هم احتجاجونه پیل کړل او وس له ما سره د لادرکه کسانو ۳۸۰۰ کیسونه ثبت شوي دي.))

بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې د یوې داسې کورنۍ ذکر هم کړی چې ۱۰ تنه یې لادرکه دي او د کورنۍ غړي یې تر ذهني فشار او سخت خپګان لاندې تېرېږي.

د انور بي بي او امنه جنجوعه په څېر یوشمېر کورنۍ په بلوچستان کې هم دي چې د خپلوانو د ورکېدو شکایتونه کوي. د بلوچستان حسیبه قمبراني وايي چې په ۲۰۱۶ز کال کې د هغې د يو ورور او د تره زوی مړي د هغوی تر ورکېدو وروسته وموندل شول. قمبراني زیاته کړه چې له پېښې وروسته یې بیا دوه وروڼه اوچت کړل شول خو هغوی اوس خوشي شوي دي.

(( زما ورور رضوان قمبراني او د تره زوی حزب الله د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه ورک شول. دوی ۱۴ میاشتې ورک وو. زموږ په کور کې یوازې زما بوډا پلار پاتې وو ځکه چې زما مشر ورور سلمان قمبراني او زما د تره زوی ګزېن قمبراني هم له دې وړاندې لادرکه کړل شوي وو چې وروسته یې مړي ‌موږ ته راورسېده. دا وخت زموږ لپاره ډېر سخت وو خو وروسته زه راوتم، مبارزه مې وکړه او زما د احتجاج په نتیجه کې زما وروڼه خوشي شول.))

په بلوچستان کې د تری تمو بلوڅانو لپاره غږ نومي تنظيم، Voice for Missing Baloch Persons مرستيال مشر، ماما قدير بلوچ مشال راډيو ته ويلي چې د دوی نیږدې ۳۵۰۰۰ کسان ورک دي.

دغسې د پاکستان بشري حقونو کمیشن د مې پر دریمه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې تر ټولو زیات کسان له خیبر پښتونخوا تری تم (لادرکه) شوي دي چې شمېره یې ۲۹۴۲ ده.

د لادرکه کسانو خپلوان د حکومتي او ریاستي ادارو ترڅنګ له عدالتونو هم دا ګیله لري چې د ورکو کسانو لپاره په سمه توګه کار نه کوي. وکیل شبیر حسین ګیګیاڼي بیا مشال رېډیو ته وویل چې عدالت ته د لادرکه تن د کیس راتللو وروسته جج له امنیتي ادارو پوښتنه کوي.

په پاکستان کې د خلکو په زوره د ورکېدو تورونه پر امنیتي ادارو پورې کېږي خو هغوی دا تورونه ردوي.

د پاکستان حکومت د جبري تښتونو په اړه د پلټنو کمیشن جوړ کړی دی. دې کمېشن د ۲۰۲۱ م کال په جنورۍ کې په خپل رپورټ کې ویلي و چې تر دې وخته شپږ زره نهه سوه څلور څلوېښت لادرکه شويو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوې دي چې پکې څلور زره اته سوه دوه ویشت هوارې کړل شوې دي . د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ پر دویمه وزیراعظم عمران خان ویلي ول چې حکومت په هېواد کې یو لادرکه تن هم نه غواړي.

XS
SM
MD
LG