د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره مرستې کوي


پاکستان کې مېلیونونه کسان سېلابونو بې کوره کړي دي.
پاکستان کې مېلیونونه کسان سېلابونو بې کوره کړي دي.

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ویلي چې د سېلابونو په پایله کې د اقتصادي ویجاړۍ په اړه د نړیوال بانک او یو این ډي پي راپور ته په تمه دی، تر څو معلومه کړي چې دوی څنګه له پاکستان سره مرسته کولی شي؟

د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د ايي اېم اېف مشر جهاد ازور پرون (اکتوبر ۱۳) په واشنګټن کې یو خبري کانفرانس ته وویل چې بانک به په راتلونکې نومبر میاشت کې له کلنۍ غونډې وروسته، د راتلونکي بیاکتنې لپاره د چمتووالي په برخه کې پاکستان ته یو پلاوی استوي. نوموړي زیاته کړه چې چې دوی به د هغه زیانونو ارزونې ته انتظار باسي چې دا مهال یې نړیوال بانک او UNDP ترسره کوي.

د جهاد ازور په وینا ايي اېم اېف په تېره موده کې د پاکستان لپاره خپل پروګرام پراخه کړی او په دې وروستیو کې یې دغه هیواد ته د یو اعشاریه دوه بلیونو ډالرو ورکولو لپاره یوه کتنه بشپړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG