د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان کې سیلاب ځپلې شپږ نيم لاکه حامله ښځې بیړنۍ مرستو ته اړتيا لري


په سيند کې سیلاب ځپلې ښځې د مرستو په انتظار دي
په سيند کې سیلاب ځپلې ښځې د مرستو په انتظار دي

د ملګرو ملتونو د نفوسو لپاره مالي صندوق (یونایټډ نیشن پاپولېشن فنډ) ويلي‌چې په پاکستان کې د سیلابونو له وجې شپږ نیم لاکه حامله ښځې بيړنيو روغتيايي‌مرستو ته ضرورت لري.

دې ادارې د اګست پر ۳۰مه خپاره کړي یو بیان کې ویلي چې تمه ده په دغو ښځو کې د څه نا څه ۷۳ زره ښځو په سپټمبر کې ماشومان پیدا شي. په بیان کې زیاته شوې چې د ماشومانو زیږيدو او حامله ميندو ته د پاملرنې لپاره هغوی ته خوند او پاک ځای سربیره طبي اسانتياوې پکار دي.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) ويلي چې د جولای له میاشتې راغليو سيلابونو له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان وژلي چې ګڼې مېرمنې پکې شاملې دي. همداراز د د دې ادارې په وينا په ټول هېواد کې ۳۳ ميليونه خلک له سیلابونو اغیزمن شوي دي چې نيږدې نيمايي يې ښځې دي.

ځينې کورنۍ له خپلو سیلاب وهليو کليو څخه کمپونو ته ليږدول شوي دي او لا معلومه نه ده چې کله به خپلو سیمو ته ستنول کيږي. د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې د سر دریاب یوه اوسېدونکې تاجمینې بي بي د اګست په ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې په کیمپونو کې د حامله ښځو تکلیف لا نور زیات وي ځکه چې هلته د پردې او صفایي هیڅ انتظام نشته: "د دوه، دریو ښځو خو د سیلاب په هغه سخت وخت کې ماشومان پیدا شول. دلته هیڅ هم نشته، په کیمپونو کې هم ډېر تکلیف دی. د ښځو لپاره د تشناب بندویست باید وشي. د ښځينه ډاکټرانو سخت کمی دی."

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې غیر سرکاري ادارې وایي د حکومت لخوا په جوړو شویو کیمپونو کې ناروغۍ پر زیاتېدو دي او حامله ښځو لپاره پکې هیڅ ځانګړي انتظامات نه دي شوي.

د "حوا لور" غيرسرکاري ادارې مشرې شاوانه شاه د اګست په ۳۱مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په زیاترو سیلاب ځپلو سیمو کې په میډیکل کیمپونو کې ښځې ډاکټرانې نشته نو ځکه د ښځو د صحت مسله په زیاتېدو ده.

هغې وويل: "حامله ښځو ته سم صحي خوراک نه رسيږي. دوایانې نشته او یا کمې دي. دې مسلې ته لا پوره پام نه دی شوی. اوس غیر سرکاري ادارو دا مسله راپورته کړه نو د حکومت هم ورته لږ پام شو خو لا هم په دې اړه څه عملي کار نه دی شوی."

د ملګرو ملتونو د نفوس لپاره مالي صندوق په خپل بیان کې دا هم ویلي چې که دغو ښځو ته د ماشوم زیږيدو پر وخت د ډاکټرې او یا د صحت کارکونکو (لیډي هیلت ورکرز) سهولت ورنه کړل شو نو د مور او بچي دواړو صحت ته ترې زښت تاوان رسېدلی شي.

د چارسدې په يو کمپ کې سیلاب ځپلو ښځو ته دوايانې ورکول کيږي
د چارسدې په يو کمپ کې سیلاب ځپلو ښځو ته دوايانې ورکول کيږي

په پېښور کې یوې ښځینه ډاکټرې او پروفیسرې صایمه اکبر د اګست پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د هر قدرتي افت په وخت ښځې ډيرې ځپل شوې دي: "تاسو خپله فکر وکړئ چې په دې سیلابونو کې به هغه ښځې ته څومره تکليف وي چې ماشوم یې په نس وي. په لومړیو درو میاشتو کې هم داسې مېندې ډېر تکلیف لري او په اخرنیو میاشتو کې هم باید ډېر اختیاط وشي. د صحي خدماتو او کور نشتوالی او د بې یقینۍ حالت حامله ښځو ته ذهني پريشاني هم پيدا کوي."

په خيبر پښتونخوا کې د حکمران تحريک انصاف غړي وايي حکومت کوښښ کوي چې ټولو سیلاب ځپلو ته طبي او نورې مرستې برابرې کړي.

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ د صحت په اړه د سټینډنګ کمیټۍ غړي اکرام الله ګنډاپور د اګست پر ۳۱مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت د حامله ښځو پر مسله خبر دی: "د صحت سهولتونه ځکه کم دي چې لارې بندې دي. په ځینو سیمو کې کار روان دی او چرته چرته چې لارې جوړیږي هلته موږ مرستې رسوو. د حامله ښځو مسله ډېره سنجیده ده. موږ د میډیکل کیمپونو په جوړولو کار پیل کړی دی. پوره کوښښ کوو چې د صحت مسلې ته زیات پام وکړو. "

XS
SM
MD
LG