د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار سازمان تور پورې کړی چې طالبانو زنداني ښځې شکنجه کړې دي


سازمان وايي چې طالبان د ښځو له احتجاجونو خطر احساسوي - پخوانی انځور
سازمان وايي چې طالبان د ښځو له احتجاجونو خطر احساسوي - پخوانی انځور

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر طالبانو تور پورې کړی چې د احتجاج کوونکو ښځو د "مخنيوي" لپاره خپل "ټول امکانات" کاروي.

هيومن رايټس واچ د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د نيول شويو درو ښځو په حواله ويلي چې هغوی په زندان کې شکنجه شوي او ورسره "سخت" ناوړه چلند شوی دی.

بیان کاږي چې هغو ښځو ويلي چې د خپلو کورنيو او ماشومانو په ګډون په غلطه توګه نيول شوې وې. "په زندان کې هغو ښځو ته ګواښونه شوي، وهل شوي، په ناوړه حالاتو کې ساتل شوي، له مناسبې [عدلي] پروسې بې برخې شوي او د خوشې کولو پر مهال د ځوروونکو شرطونو او نورو ځورونکو حالاتو سره مخامخ شوې دي."

په اعلامیه کې د تمنا پریاني په ګډون د هغو درو ښځو یادونه شوې چې مخکې طالبانو نیولې وې. دوی تور پورې کړی چې طالبانو يې د کورنی نارينه غړي په زندان کې وهلي او ان ورته يې "برېښنايي صدمه یا شاک" ورکړی دی.

په بیان کې د سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار په حواله راغلي چې د هغو ښځو له داستانونو ښکاري چې طالبان له احتجاج کوونکو ښځو څخه "څومره زیات خطر" احساسوي او تر "وروستي حده" هڅه کوي چې هغوی غلې کړي.

طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو مخکې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تورونه رد کړي دي.

البته سازمان وايي چې طالبانو د روان ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه په کابل کې د چاپې پر مهال درې ښځې نيولې وې چې طالبانو د کورنيو چارو په وزارت کې د کورنۍ له نورو غړو سره تر یوشمېر اوونيو پورې زنداني کړې وې.

سازمان وايي، طالبانو پر هغوی تور پورې کړ چې د ښځو د حقونو لپاره د مظاهرو په پلانولو او برخې اخیستو کې شاملې وې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، هغه ښځې تر خوشې کېدو وروسته له هېواده په وتلو کې بریالۍ شوې دي.

افغان طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو. هغوی د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ او پر ځای یې خپله واکمني پيل کړه.

طالبانو تر هغې وروسته ځيني سخت حکمونه عملي‌کړي دي. له شپږم ټولګي پورته یې پر نجونو تعليم بند کړی، په رسنيو محدوديتونه عملي شوي، پر موسیقۍ بنديز دی، په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر کم شوی، د ښځو پر لوبو پابندي ده، ښځې له محرم بغیر له کوره نه شي وتلای او پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي.‌

طالبان دریځ لري چې بندیزونه یې له "شرعي چوکاټ سره سم" لګولي دي. طالبانو د دې شرعي چوکاټ تشريح نه ده کړې.

افغان مېرمنو د دې بنديزونو پرضد په افغانستان کې دننه او په ځينو بهرنيو هېوادونو کې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG