د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو د ایراني حکومت لخوا د مظاهرچيانو ځپل غندلي


د ايرانۍ نجلۍ مهسا اميني تر وژنې وروسته په ايران کې مظاهرې پیل شوې دي. پخوانی انځور
د ايرانۍ نجلۍ مهسا اميني تر وژنې وروسته په ايران کې مظاهرې پیل شوې دي. پخوانی انځور

د بشري حقونو تر ۳۶ زیاتو نړيوالو سازمانونو د تهران لخوا د مظاهرچیانو مرګوني ځپل غندلي دي.

دا مظاهرې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې دي. نوموړې ګشت ارشاد نومې پوليس ځواک د ناسم حجاب په تور نيولې وه. دغو مظاهرو چې ټول هېواد یې لړزولی دی، نه ښکاري چې پکې کمی راشي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې په ګډون ځینو نورو ډلو د مظاهرو د شدت کمولو لپاره د ایراني حکومت لخوا په بشپړ توان سره د مظاهره چیانو د ظالمانه ځپلو په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده.

په ایران کې مظاهرې او د پولیسو کارروایانې دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو ادارې د اکتوبر پر ۱۷مه ویلي چې د مظاهرچیانو ضد کارروایانو کې تر اوسه پورې د ۲۷ ماشومانو په ګډون ۲۱۵ کسان وژل شوي دي. اروپایي اتحادیې د ایران د اطلاعاتو پر وزیر، د هغه هېواد پر اخلاقي پولیسو او پر ځینو نورو چارواکو د بندېزونو په لګولو سره غندلي دي.

د بشري حقونو دغه ډلې وایي، له دوی سره راټول شوی ثبوتونه ښيې چې د ایران امنیتي عسکرو په ارادي او غیر قانوني توګه پر مظاهرچیانو او لارویانو ډزې کړې او خطرناکې وسلې يې کارولې دي.

دغه ډلې دا هم وایي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ایران په اړه باید داسې يو طريقه کار جوړ کړي چې له مخې يې پلټنې، تحقیقات، رپورټنګ او احتساب وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG