د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېچ ار: ايران کې د احتجاجي مظاهرو پر مهال ۲۰۱ کسان وژل شوي 


په ايران کې روانې مظاهرې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په نيمايي کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړينې وروسته پيل شوي دي ــ انځور له ارشيفه
په ايران کې روانې مظاهرې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په نيمايي کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړينې وروسته پيل شوي دي ــ انځور له ارشيفه

د ایران د بشري حقونو سازمان (ای اېچ ار) ویلي دي چې په هغه هېواد کې په روانو احتجاجي مظاهرو کې د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۲۰۱ کسان وژل شوي دي.

هغه اوسلو مېشتي سازمان د اکتوبر پر ۱۲مه خبرداری ورکړ چې کېدای شي د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړينې وروسته د روانو مظاهرو د مخنیوي لپاره د ایرانيو چارواکو د "خونړيو عملياتو" پر مهال نور کسان هم وژل شوي وي.

د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې چې په هغه هېواد کې يوازې په تېرو درو اوونیو کې لږترلږه ۱۰۸ کسان وژل شوي دي.

د سازمان په وینا د سیستان-بلوچستان په زاهدان کې د مظاهرچیانو او د ایران امنیتي ځواکونو تر مینځ په نښتو کې نور ۹۳ کسان وژل شوي دي. هلته مظاهرې پر یوې پېغلې نجلۍد یو پولیس قوماندان تر مبینه جنسي تېري وروسته پيل شوې دي.

له ۱۰۸ مړینو څخه ډېری یې د ایران په لوېدیځ کې په کردستان ولایت کې شوي دي، چې پکې مهسا امیني تهران ته تر سفر مخکې اوسېده.

د ايران "بدنامه" ګشت ارشاد (اخلاقي پولیسو) مهسا امیني د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې يې بیا يې وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

عیني شاهدانو ویلي چې پولیسو پر مهسا امیني تشدد کړی دی خو چارواکي وايي چې هغه د کومې ناروغۍ له کبله مړه شوې ده. د امیني کورنۍ وايي چې د پوليسو له خوا تر نیول کېدو وړاندې هغه روغه رمټه وه.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم ویلي چې نړیواله ټولنه بايد په کردستان کې د نورو وژنو د مخنیوي لپاره په چټکۍ ګامونه پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG