د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايرانیو چارواکو مظاهرچیانو ته د سختو سزاګانو سپارښتنه کړې


په ایران او یوشمېر نورو هېوادونو کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور
په ایران او یوشمېر نورو هېوادونو کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور

د ايران د عدلیې مشر ویلي چې د پولیسو له خوا نیول شویو مظاهرچیانو ته باید "سختې سزاګانې" ورکړل شي.

په ايران کې د یوې نجلۍ تر وژل کېدو وروسته د هغه هېواد په ګڼو ښارونو کې ځايي وګړيو مظاهرې پیل کړې دي.

د ايران دولتي خبري اژانس اېسنا د اکتوبر پر ۱۳مه د هغه هېواد د عدليې د مشر غلام حسین محسني اجي له قوله وویل، "ما خپلو قاضیانو ته لارښوونه کړې چې د دې فساد اصلي عناصرو ته د غیر ضروري خواخوږۍ له ښوولو ډډه وکړي او د لږ جرم کوونکو کسانو پرته نورو ته سختې سزاګانې ورکړي."

ایران کې حکومت ضد مظاهرې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

پوليسو د سېپټېمبر پر ۱۳مه ۲۲ کلنه مهسا امیني د حجاب قانون نه مراعتولو په تور نيولې وه چې درې ورځې وروسته مړه شوه. عیني شاهدانو ویلي چې مهسا امیني د پوليسو د وهلو په نتيجه کې مړه شوې وه خو چارواکي وايي چې هغه د يوې بلې ناروغۍ په نتيجه کې مړه شوې ده.

د امیني تر مړینې وروسته په ایران کې حکومت مخالفه احتجاجونه پیل شوي چې د بشري حقونو د سازمانونو په وينا تر دې دمه تر ۲۰۰ زيات کسان پکې وژل شوي دي. د ایران حکومت د مظاهره چیانو د ځپلو او شنډولو لپاره نږدې ټول انټرنیټ بند کړی دی.

په همدې حال کې د ایران چارواکو تایید کړې چې د احتجاجونو پر مهال د ثانوي یا های سکولونو (لېسو) ګڼ ګرفتار زده کوونکي یې د "بیا روزنې او زده کړو" کیمپونو ته لېږدولي چې رویې یې بدلې شي.

د تعلیم وزیر یوسف نوري د اکتوبر پر ۱۱مه "شرق" ورځپاڼې ته ویلي چې زده کوونکي يې چې دی يې د "نفسیاتي (رواني) ناروغيو مرکزونه" یادوی، لېږدولي چې له هغوی څخه د "ټولنې ضد" خلک جوړ نه شي.

عیني شاهدانو ویلي چې مهسا امیني وهل شوې وه خو چارواکي وايي چې هغه د ناروغه کېدو له وجې مړه شوې ده. البته د ایران چارواکو د خپلو ادعاوو په اړه تراوسه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او د امیني کورنۍ وايي چې هغه روغه رمټه وه.

د امیني تر مړینې وروسته په ایران کې د حکومت خلاف احتجاجونه پیل شوي دي او په ویډیوګانو کې داسې زده کوونکي لیدل شوي چې خپل حجابونه یې ليرې کړي او حکومت ضد شعارونه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG