د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې علیزیو د ځنګله د لانجې نه هوارېدو ضد پرلت وهلی


د پیواړ اوسېدونکي وايي پولیسو یې کسان نیولي نو ځکه یې احتجاج پیل کړی.
د پیواړ اوسېدونکي وايي پولیسو یې کسان نیولي نو ځکه یې احتجاج پیل کړی.

په کورمه کې د پیواړ علیزیو د خپلو کسانو د ګرفتاریو او له لانجمن ځنګله څخه د لرګیو وهلو لپاره احتجاجي پرلت وهلی دی.

ګڼو مظاهره کوونکو د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې له تورسي پوستې سره نېږدې پر سړک خیمې لګولې دي. د هغوی یو مشر کونسلر حاجي اصغر حسین د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، حکومت ورڅخه په اکتوبر کې د ځنګله پر سر د شوې نښتې په غبرګون کې ۴۶ کسان د ګرفتارۍ لپاره غوښتي دي. د ده په خبره، پولیسو د دوی درې کسان نیولي او د پاتې هغو د ګرفتارۍ لپاره ورباندې فشار راوړي.

موږ په سیمه کې د تازه احتجاج او د حسین د څرګندونو په اړه د سیمې د پولیسو له مشر ارباب شفیع الله سره رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو. البته یو امنیتي مشر چې ورته له رسنیو سره د خبرو اجازه نه وه، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په اکتوبر کې د پیواړ او ګېدو د اوسېدونکو ترمینځ تر نښتې وروسته یې مقدمه دایره کړې وه او غواړي چې تورن کسان ونیسي.

ده وویل، د دواړو خواوو د ۲۳، ۲۳ کسانو پرضد په رپورټ کې پر هغوی د جګړې، د سیمې د امنیت خرابولو او د ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي او ټول کسان به هرو مرو نیسي.

اخوا اصغر حسین زیاتوي، دوی همداراز غواړي چې حکومت ورته د ۲۰۰۱ز کال کې له موافقې سره سم ورته د ځنګله د ونو وهلو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په کورمه کې د شپږو ځايي قومونو اوسېدونکو د ټل او پاړه چنار ترمینځ سړک احتجاجاً وتاړه او تور یې پورې کړ چې د پیواړ علیزیو د ګېدو پر اوسېدونکو لار تړلې، نو ځکه دوی هم ورباندې سړک وربندوي.

د منګلو، خروټو، ځدراڼ غلزیو، مقبلو او ځاځیو احتجاج په خوار کلي، پیر قیوم او ساتین کې پیل شوی وو چې بیا پر هم هغه ورځ د جرګې له لارې ختم شو او سړک بیا خلاص شو خو په پیر قیوم کې یې خپلې څه د پاسه یو میاشتنۍ ناستې ته دوام ورکړی.

هغو خلکو یوه میاشت مخکې تر هغې وروسته احتجاج پیل کړ چې د پیواړو علیزیو د ګېدو پر خلکو د پاړه چنار لاره وتړله.

د دواړو مخالفو خواوو د احتجاجونو لامل د ځنګله پر سر اوږدمهاله لانجه ده. د هغې له لانجې له کبله د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې پینځه ورځنۍ نښته شوې وه چې پکې ۱۶ کسان ووژل او تر ۱۵ زیات ژوبل شول.

هغه مهال د حکومت او جرګې په مرسته اوربند وشو خو څه موده وروسته د پیواړ مشرانو تور پورې کړ چې د ګېدو منګل یې د اوبو وړلو او له ځنګله څخه د لرګیو وهلو ته نه پرېږدي او په دې ډول د پخوانۍ موافقې سرغړونه کوي نو ځکه پر هغوی لار تړي.

هلته حکومت د ډېسېمبر پر ۲۳مه د سیمې د مشرانو اته کسیزه جرګه جوړه کړې چې به د ځنګله د لانجې د هواري لپاره د کاغذات مال په نوم پخواني اسناد له سرکاري رېکارډه اخلي او بیا به یې دواړو خواوو ته ښيي. هغه جرګه به د اسنادو له لارې د لانجې فیصله کوي.

په عین حال کې د ځنګله د ملکیت په اړه په عدالت کې هم قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG