د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمې جرګه: د تري او پاړه چنار ترمینځ سړک بیا خلاص او د پیر قیوم پرلت ختم


په کورمه کې د روان کړکېچ لامل پر ځنګله د پیواړ او ګېدو د اوسېدونکو دعوه ده.
په کورمه کې د روان کړکېچ لامل پر ځنګله د پیواړ او ګېدو د اوسېدونکو دعوه ده.

په کورمه کې د جرګې په هڅو د تري او پاړه چنار ترمینځ سړک بیا پرانیستل شوی او په عین وخت کې په پیر قیوم سیمه کې د لارې بندېدو ضد روان احتجاج هم پای ته رسېدلی دی.

دا لاره له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ګېدو د اوسېدونکو پرمخ تړل شوې وه خو چې د پیواړ خلکو د ډېسېمبر پر ۲۳مه په سیمه کې احتجاجي ناسته پیل کړه نو د نورو قومونو د خلکو تګ راتګ هم ودرېد.

د ټوپکي سیمې سردار حسین د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې یې د پیواړ له مشرانو سره خبرې وکړې او هغوی یې قانع کړل چې تر هغې وروسته هغوی د ناستې پر ختمولو سلا شول. دی زیاتوي چې اوس هغه سړک د ټولو خلکو د تګ راتګ لپاره خلاص دی.

اخوا د پیواړ ځايي مشر حاجي اصغر حسین وايي، دوی جرګې ته خپلې دوه مهمې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې یوه یې د ګېدو له منګلو سره د ځنګله پر سر د لانجې هواری او بله یې د لرګیو وهلو اجازه ورکول دي. دی زیاتوي، د جرګې د مشرانو تر ډاډ وروسته یې سړک پرانیست.

د پیواړ اوسېدونکو د ځنګله وهلو اجازې نه ورکول کېدو له کبله د ګېدو پر اوسېدونکو لار تړلې وه چې د هغې په غبرګون په پیرقیوم سیمه کې احتجاجي ناسته پیل شوه چې له څه د پاسه یوې میاشت راهیسې روانه وه.

د منګلو د کمېټۍ مشر ملک منور خان وايي، د سړک بیاپرانیستو غوښتنه یې ومنل شوه نو ځکه یې خپل پرلت هم ختم کړ.

په سیمه کې د روان کړکېچ لامل پر ځنګله د پیواړ او ګېدو د اوسېدونکو دعوه ده.

د لانجې له کبله په اکتوبر کې پینځه ورځنۍ وسله واله نښته هم شوې وه چې پکې د دواړو خواوو ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ ژوبل شوي ول.

هلته حکومت د ډېسېمبر پر ۲۳مه د سیمې د مشرانو اته کسیزه جرګه جوړه کړې چې به د ځنګله د لانجې د هواري لپاره د کاغذات مال په نوم پخواني اسناد له سرکاري رېکارډه اخلي او بیا به یې دواړو خواوو ته ښيي. هغه جرګه به د اسنادو له لارې د لانجې فیصله کوي.

په عین حال کې د ځنګله د ملکیت په اړه په عدالت کې هم قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG