د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د امريکا مرستيال سفير تورخم ته تللی وو


د پاکستان يو پوځي افسر د امريکې مرستيال سفير ته په تورخم کې ځينو ځايونه ورښايي.
د پاکستان يو پوځي افسر د امريکې مرستيال سفير ته په تورخم کې ځينو ځايونه ورښايي.

په اسلام اباد کې د امریکا مرستیال سفیر انډریو شوفیر په تورخم کې د میچنۍ چیک پوسټ دوره کړې ده.

په پېښور کې امریکایي قونصلګرۍ د اکتوبر پر اتمه پر ټوېټر لیکلي چې له نوموړي سره په دې سفر کې د پاکستان پوځي چارواکي هم ملګري او هغه ته یې د خیبر لارې تاریخي ارزښت په اړه معلومات ورکړې دي.

د قونصلګرۍ او پاکستانیو چارواکو یوازې د دې سفر تصویرونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي. خو د خیبر انتظامي مشال راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې شوفير ته له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه تفصيل ورکړل شو.

د مېچنۍ چیک پوسټ د لواړګي او تورخم ترمنځ پر یوه غوندۍ جوړ دی چې د افغانستان د ننګرهار ولایت ځينې سیمې ترې ښکاري.

تر دې مخکې په پاکستان کې د امريکې سفیر ډانلډ بلوم هم دغه ځای ته ورغلی وو. د اګست په پينځمه د دې سفر په مهال، بلوم ویلي وو چې حکومت یې د خیبر پښتونخوا د اقتصادي پرمختیا لپاره دیو شمېر پروژو لپاره پیسې ورکړې دي.

د هغه په وينا امريکا د پېښور او تورخم ترمینځ د ۴۶ کيلومیټره سړک جوړولو لپاره ۷۸ ميلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اګست پر پینځمه په بیان کې زیاته کړه چې چې بلوم په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له وزیراعلا محمود خان سره وکتل او ورسره یې د اقتصاد، تجارت، تعلیم او پانګونې په برخو کې د امریکا پر همکارۍ خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG