د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا خیبر پښتونخوا کې د ۶.۴ مېليونو ډالرو پروژې بشپړې کړي


د پرمختيايي‌کارونو د بشپړېدو په غونډه کې لوري انتولاينز وینا کوي
د پرمختيايي‌کارونو د بشپړېدو په غونډه کې لوري انتولاينز وینا کوي

په پېښور کې د امريکې قونصلګرۍ ويلي چې د ۶.۴ مېليونو ډالرو هغه پروژه بشپړه شوې چې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې به ترې ۴۴،۰۰۰ کورنۍ ګټه واخلي.

قونصلګرۍ د سيپتمبر په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له دې پرمختیايي پروژې به په باجوړ، مومندو، خيبر او تور غر ضلعو کې خلکو ته ګټه ورسيږي.

په خبرپاڼه کې راغلې چې د دې پروژې د بشپړېدو په غونډه کې د خيبر پښتونخوا د منصوبه بندۍ او پرمختیايي چارو د څانګې مشر سهیل خان او د امريکايي سفارت د نشه يي توکو د مخنيوي او قانون نافذولو د نړيوالو چارو د څانګې مشرې لوري انتولاينز ګډون کړی وو. انتولاينز وويل چې دغې پروژې به په باجوړ، مومندو، تور غر او خیبر کې د خلکو کورني اقتصاد په بهترولو او تعليمي برخو کې مرسته وکړي.

د خبر پاڼې ترمخه، له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې، د خیبر پښتونخوا حکومت د امریکا په مالي مرسته ۲۹ کلوميټره سړکونه، ۵۹ د اوبه خور نهرونه او ۵۵ د څښلو د اوبو پروژې بشپړې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG