د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په مالي مرسته د خیبرپښتونخوا په شاکڅ کې تربیتي مرکز پرانیستل شو


په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رچرډ اېچ ريلي د خیبر پښتونخوا په شا کڅ کې د تربيتي مرکز پرانسته کوي: ۲۰۲۱، ۱۷ نومبر
په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رچرډ اېچ ريلي د خیبر پښتونخوا په شا کڅ کې د تربيتي مرکز پرانسته کوي: ۲۰۲۱، ۱۷ نومبر

په خيبر پښتونخوا کې د امريکا په مرسته د پوليسو تربيتي مرکز او په قبايلي ضلعو کې د لسو امنيتي پوستو د جوړوېدو د پروژو پرانیسته شوې ده.

په شا کڅ کې د جوړېدونکي دې تربيتي مرکز پرانسته د نومبر پر ۱۷مه نېټه په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رچرډ اېچ ريلي، د نړۍ په کچه د نشيي توکو او قانون نافذونکو چارو د څانګې مشر مارک ترواکوسکي، د خيبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتور وزير شوکت يوسفزي او د صوبې د پوليسو مشر معظم جاه انصاري وکړه.

په دې اړه په پېښور کې د امريکا کونسلګرۍ د نومبر پر ۱۷مه نېټه بیان خپور کړی چې پکې ويل شوي چې نوی تربيتي مرکز ۵۰۰ افسرانو ته د روزنې ورکولو وړتيا لري.

د بیان له مخې د دې ترڅنګ په خيبر، کورمه، مومندو او ځينو نورو قبايلي ضلعو کې چې کومې لس امنيتي پوستې جوړېږي دا به د ليويز ځواک د خيبرپښتونخوا په پوليسو کې د ضم کېدو عمل اسانه کړي.

د دې پروژو لپاره امريکا اوه اشاريه څلور ملينه ډالره مرسته کوي.

د بیان له مخې د پرانیستې پر وخت رچرډ اېچ ريلي وویل چې له دې سره به د خيبرپښتونخوا پوليس وتوانېږي چې قابله او مسلکي پوليس افسران وروزي او ورسره به نویو ضم شويو قبايلي ضلعو ته د قانون پلي کېدو خدمتونه وغځېږي.

XS
SM
MD
LG