د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفیر وايي له خیبر پښتونخوا سره یې په یوشمېر برخو کې مرستې کړې دي


امریکايي سفارت وايي، سفیر په تورخم کې د سوداګریزو او کاروباري هلو ځلو جاج واخیست - د اګست څلورمې انځور.
امریکايي سفارت وايي، سفیر په تورخم کې د سوداګریزو او کاروباري هلو ځلو جاج واخیست - د اګست څلورمې انځور.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم ویلي چې حکومت یې د خیبر پښتونخوا د اقتصادي پرمختیا لپاره په یوشمېر پروژو کې مرستې کړي دي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د اګست پر درېیمه او څلورمه د خیبر پښتونخوا په سفر وو.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اګست پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې بلوم په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له وزیراعلا محمود خان سره وکتل او ورسره یې د اقتصاد، تجارت، تعلیم او پانګونې په برخو کې د امریکا پر همکارۍ خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي، د امریکا سفیر له افغانستان سره پر پوله د خلکو د تګ راتګ او سوداګریزو او کاروباري هلوځلو د لیدلو لپاره تورخم ته هم ولاړ.

بیان کاږي د پېښور او تورخم ترمینځ د ۴۶ کېلومیټره سړک جوړولو لپاره ۷۸ مېلیونه ډالره مرستې کړې دي.

بلوم په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر محمود خان سره ولیدل - د اګست درېیمې انځور.
بلوم په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر محمود خان سره ولیدل - د اګست درېیمې انځور.

له بلوم سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي) مشر ریډ اېشلېمن هم ملګری وو.

د امریکا سفارت وايي، بلوم او اېشلېمن پر دې مهال د کووېډ-۱۹ وبا د اغېز کمولو لپاره د صوبې د روغتیا څانګې ته ۳۶ ګاډي هم وروسپارل.

په وروستیو کې امریکا له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خوندي پاتې کېدو لپاره د واکسینو د ۱۶ مېلیونه خوراکونو مرسته اعلان کړې ده.

ډانلډ بلوم په پېښور کې د امریکا په مرسته جوړ د پلاسټک سرجرۍ یا جراحي د جدید وارډ معاینه هم وکړه. بیان وايي، د هغه وارډ د جوړولو لپاره د امریکا مرستندویه ادارې ۱۵ مېلیونه ډالره ورکړي دي.

امریکايي‌ سفیر د پېښور د انجینرۍ په پوهنتون کې د انرژۍ چارو د لوړو زده کړو مرکز ته هم ولاړ او هلته یې له استادانو او څېړونکو سره ولیدل.

بیان زیاتوي، امریکا د خوراکي مصوونیت یا امنیت، انرژۍ او اوبو په اړه د لوړو زده کړو لپاره د پاکستان د انجینرۍ له پوهنتونونو سره د همکارۍ لپاره ۱۲۷ مېلیونه ډالره ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG