د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي په ټانک کې سېلاب ځپلو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړ شوي


د ټانک انتظاميې ويلي، سېلابونو په دې ضلع کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ړنګ کړي - عکس له ارشېفه
د ټانک انتظاميې ويلي، سېلابونو په دې ضلع کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ړنګ کړي - عکس له ارشېفه

د خیبرپښتونخوا د ټانک ضلعې انتظامیه وايي، د سېلاب ځپلو لپاره یې ۱۰۰ کورونه تیار کړي دي.

د دې ضلعې مرستيال کمېشنر تنویر خان د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سېلاب ځپلو شمېر زیات دی خو دا کورونه به زياتو غريبو کورنيو ته ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د کورونو سپارلو چارې يوازې هغې سيمې ته د پاکستان د وزیراعظم سفر ته ايسارې دي.

د یادونې وړ ده چې وزيراعظم شهباز شريف د اګست پر څلورمه د ټانک د دورې پر مهال اعلان کړی وو چې حکومت به يې د سېلاب ځپلو لپاره نوي کورونه جوړوي.

ټانک په خیبر پښتونخوا کې د سږنیو سېلابونو له کبله یو له تر ټولو زیاتو ځپل شويو سیمو څخه ده.

XS
SM
MD
LG