د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې د سېلابونو د تاوانونو معلومولو لپاره سروې پيل شوې


په پاکستان کې د وسې او پشکال بارانونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي - عکس له ارشیفه
په پاکستان کې د وسې او پشکال بارانونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي - عکس له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا د ټانک انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) وايي، په هغه ضلع کې یې د سېلاب د تاوانونو په اړه د معلوماتو غونډولو سروې پیل کړې ده.

حمید الله خټک د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې په ټانک کې سېلابونو شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه بشپړ ړنګ کړي او نېږدې ۲،۵۰۰ نور یې په جزوي توګه زیانمن کړي دي.

نوموړي له سېلاب ځپلو سره د مالي مرستو په اړه زياته کړه، "په مکمله توګه د ړنګو کورونو معاوضه له یو لک څخه څلورو لکو ته او د جزوي هغو له ۳۰ زره څخه یو لک ۶۰ زرو روپیو ته لوړه شوې. هغه کورنۍ چې غړي يې په سېلاب کې وژل شوي ته له درو نيولې تر ۱۸ لکو روپیو پورې ورکول کېږي."

بلخوا د ټانک ځينو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې د وزیراعظم او نورو چارواکو له خوا د سيمې له سېلاب ځپلو سره د مالي مرستو اعلانونه تر اوسه نه دي عملي شوي.

خو خټک زیاتوي چې د سروې تر بشپړېدو وروسته ټولو اغېزمنو ته تاوانونه ورکوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG