د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عدالت د علي وزير خلاف د مقدمې اورېدنه د اکتوبر تر ۲۲مې ځنډولې


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د علي وزير څوکۍ له څه دوو کلونو راهيسې خالي پرته ده ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د علي وزير څوکۍ له څه دوو کلونو راهيسې خالي پرته ده ــ انځور له ارشيفه

د کراچۍ يو عدالت په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزير خلاف د مقدمې اورېدنه د اکتوبر تر ۲۲مې نېټې پورې ځنډولې ده.

د علي وزير وکيل قادر خان د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد عدالت د اکتوبر پر شپږمه د وزير پر ضد په کراچۍ کې د جوړې شوې لومړۍ مقدمې اورېدنه وکړه.

نوموړي زياته کړه چې هغه او حکومتي وکيل په دې مقدمه کې خپل "دلايل بشپړ" کړي او اوس عدالت د بلې اورېدنې لپاره د اکتوبر ۲۲مه نېټه ټاکلې ده.

د علي وزیر خلاف دا مقدمه د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه او پولیسو د همهغه کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه نوموړی نیولی وو.

په هغه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت او سیند های کورټ د نوموړي د ضمانت خواست رد کړی وو خو وروسته د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې ورته ضمانت ورکړی وو.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې دي او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی دی، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی. په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده.

چارواکو هغه تر ضمانت وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو ته سپارلی وو او ټاکل شوې وه چې بنو ته ولېږدول شي، خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو په غوښتنه لا هم په کراچۍ زندان کې بندي دی.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد په مقدمو کې پولیسو پر هغه د ریاست او ریاستي ادارو ضد وينا تورونه پورې کړي دي. خو نوموړي په وار وار دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان د ايين او قانون په دايره کې دننه يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

پي ټي اېم د نوموړي د خوشې کولو لپاره په کراچۍ، کوټه، پېښور، جنوبي وزيرستان او د پاکستان په يو شمېر نورو ښارونو کې په بیا بیا احتجاجي مظاهرې او جلسې کړې او له حکومت او رياستي ادارو يي غوښتنه کړې چې وزير د "خلکو منتخب استازی" دی او هغه دې ژرترژره له زندانه خوشې کړي.

بلخوا د اکتوبر پر شپږمه د پارلېمان د ګډې غونډې پر مهال د علي وزیر د ورتګ امر نه جاري کولو پر ضد د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان او د عوامي نیشنل ګوند سېنېټر هدایت الله خان د احتجاج په توګه د سپیکر مخې ته ناست ول.

محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هغه د اکتوبر پر شپږمه د قامي اسمبلۍ سپيکر راجا پروېز اشرف ته د پارلېمان غونډې ته د علي وزير د ورتګ امر جاري کولو په اړه ليک هم لېږدولی دی.

د پارلېمان د هغو غړو وينا وه چې علي وزیر هم د قامي اسمبلۍ غړی دی او باید په ګډه غونډه کې د خپل ولس د استازيتوب کولو موقع ولري. تر دې وړاندې هم د پاکستان د پارلېمان يوشمېر غړو هلته د علي وزير د ورتګ غوښتنه کړې ده. علي وزیر له څه کم دوو کلونو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی.

XS
SM
MD
LG