د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناڅرګنده وسله والو په کوټه ښار کې درې وروڼه وژلي


د کوټې ښار په سيول روغتون کې د بېړنيو پېښو د درملنې څانګې مخې ته اېمبولانسونه ولاړ دي ــ انځور له ارشيفه
د کوټې ښار په سيول روغتون کې د بېړنيو پېښو د درملنې څانګې مخې ته اېمبولانسونه ولاړ دي ــ انځور له ارشيفه

نن (د سېپټېمبر پر ۲۷مه) سهار وختي په کوټه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي دي.

د کوټې ښار پولیسو مشال راډیو ته ويلي، وژل شوي درې واړه کسان وروڼه ول. پوليس زياتوي چې ناڅرګنده وسله والو د دغو درې وروڼو پر ګاډي هغه مهال ډزې وکړې چې هغوی له یوه واده څخه کور ته د ستنېدو په حال کې ول.

وژل شوي درې واړه کسان د سیمې د یو مخور ډاکټر ناصر اڅکزي زامن دي.

د وژل شويو کسانو عمرونه اته، ۱۶ او ۱۸ کلونه ښودل شوي دي.

پولیس وايي، بریدګر له ډزو کولو وروسته تښتېدلي او د هغوی پلټنې روانې دي. د بريد انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه او نه يې هم تر دې دمه کورنۍ پر چا د شک څرګندونه کړې ده.

پر یاده پېښه د سیمې سیاسي او قومي مشرانو خپګان څرګند کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې ژر ونیسي.

بلخوا پر ټولنيزو رسنيو هم ګڼو کسانو دغه پېښه غندلې او خواشينۍ يې ورباندې څرګنده کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG