د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د وړو صنعتونو لګولو منصوبه ولې نه عملي کېږي؟


د بجلۍ نشتوالي په خیبر پښتونخوا کې ګڼ صنعتونه له ستونزو سره مخامخ کړي
د بجلۍ نشتوالي په خیبر پښتونخوا کې ګڼ صنعتونه له ستونزو سره مخامخ کړي

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په شمالي وزير ستان کې د وړو صنعتونو لګولو لپاره انډسټريل سټيټ جوړوي خو د دوو ځايي قبيلو ترمینځ د ځمکې د ملکيت پر سر لانجې له امله دا منصوبه له تېرو ۷ کلونو راهیسې ځنډنۍ ده. خو د سیمې پارليماني غړی مير کلام وزیر وايي چې حکومت د دې منصوبې په مکملولو کې سنجيده نه دی.

د مارچ په ۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا د صنعت او تجارت صوباي وزیر عبدالکريم خان ، ځايي انتظامیې ته یې د دغه لانجې هوارولو او د صنعتي زون د ځمکې د قبضې اخيستو لپاره یې د ۱۵ ورځو مهلت ورکړی دی.

نوموړي وويل چې په ۲۰۱۴م کال کې حکومت د دې منصوبې لپاره په د شمالي وزیرستان په نورک سیمه کې ۴۰۰ ايکړه ځمکه ځانګړې کړې وه خو اوس ځینې قبيلې راپورته شوي دي او تنازعه يې جوړه کړې. څو ورځې مخکې هم پکې جنګ شوی وو او د ګل په ورځ بیا د دواړو قبيلو ترمینځ ډزې شوي دي، د صوبايي حکومت دا اندیښنه وه چې ضلعې انتظاميې د دې تنازعې په خاتمه کې دلچسپي نه ښودله، نو موږ پکې د ګل په ورځ د بیارغونې له وزير او ضلعي انتظاميې سره یوه غونډه وکړه، دوی ته مو وويل چې د ټولو ضم شوو قبايلي ضلعو لپاره دا يوه ډېره ګټه وره منصوبه ده. ټولو قبايلي ضلعو کې له ولس سره سرمايه هم شته او په مارکيټونو جوړولو يې لګوي او په بل سېکټر کې سرمايه کاري نه کوي، نو موږ اوس ۱۵ ورځې وخت ورکړی دی او دا تشويش مو ورته په ډاګه کړو چې سرکار دومره کمزوری نه دی چې خپله قبضه به نه شي اخستلای.

د حکومت په خبره دا مهال په ضم شوو ضلعو کې د ټيکس نه استثنا او د اسانتیاوو تګلارې د کارخانو جوړولو په مد کې سرمايه کارۍ لپاره لاره هواره کړې خو د ځايي قبيلو خپلمينځیو شخړو پکې اقتصادي پر مختګ په ټپه درولی دی.

خو د خيبر پښتونخوا د چيمبر اف کامرس اينډ انډسټريز چيرمين مقصود انور وايي، سرمايه کار په هغه سیمه کې سرمايه کارۍ ته زړه ښه کوي چېرته چې بجلي، ګيس، اوبه، ټيليفون او امنيت وي.

دی زیاتوي، دا مهال صنعت کاري د پاکستان ضرورت دی او کارخانې چې چېرته هم لګول کېږي نو ښه کار دی خو ړومبې چې په صوبه کې وار له مخه کوم انډسټريل اسټېټ دي د هغوي بنیادي ضرورت ارزانه بجلي او ګیس دي، نو ړومبی دې دوي له دا ضرورتونه پوره کړي بیا دې نوي صنعتي زونونه جوړوي.

مقصود انور وویل، د ده په اند که دا کار وشي او دا کارخانې روانې شي نو بیا به خلک نورو سیمو او قبايلي ضلعو کې هم سرمايه کاري کوي ځکه چې کله خلک وګوري چې په حیات اباد، کوهاټ روډ، هتار، ګدون او نورو سیمو کې کارخانې په کامیابۍ روانې دي نو بیا به خلک نوره سرمايه کاري هم کوي. له تېرو درېوو ورځو نه د کوهاټ روډ په انډسټريل اسټېټ کې بجلي نه شته نو زما په خيال چې سهولتونه وي نو که شمالي وزیر ستان وي او یا بلځای هلته صنعت کامیابېدلای شي.

د نورک د انډسټريل اسټيت د ځمکې په سر د داوړو د دوو شاخونو حکيمخېلو او د وزیرو د مرسیخېلو قبيلې ترمینځ لانجه ده. دواړه د دغه ځمکې د ملکيت دعوه کوي خو د شمالي وزير ستان نه په صوباي اسمبلۍ کې غړې مير کلام وايي، که حکومت وغواړي نو دا تنازعه په سمدستي توګه ختمېدای شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړی وویل چې دوی په دې کې یوه جرګه کړې وه په هغې کې پریکړه شوې وه چې صنعتي زون دې جوړ شي او په مستقبل کې چې کومې قبيلې د ملکيت دعوه وګټله نو مراعات به يې د هغه قبيلې حق وي ، خو مقامي قبيلو دغه پریکړه و نه منله.

میرکلام وزیر زیاتوي د ده اند زور له حکومت سره وي او که وغواړي نو د دې قبيلو ستونزه هم هوارولی شي او په دې منصوبه کار هم شروع کولی شي نو بنیادي خبره د روغ نيت ده. حکومت اعلانونه کوي خو په حقيقت کې څه نه کوي. له حکومت سره وسايل هم شته، زور هم شته او هر ډول طريقه کار هم خپلولې شي چې په شمالي وزیر ستان کې انډسټریل زون جوړ کړي خو ښکاري داسې چې حکومت سنجيده نه دې چې دا کار وکړي.

په ۱۹۷۰م کال کې په شمالي وزير ستان کې د ماچسو او وړۍ لويې کارخانې جوړې کړل شوې وې. د ځاي خلکو په خبره تر ۱۹۸۵ز کال پورې دغو کارخانو کې په زرګونو مقامي او د پاکستان د نورو برخو سره تعلق لرونکو خلکو روزګار درلودو خو د ناامنۍ له کبله هغه کارخانې اوس ويجاړې پرتې دي.

د صنعت او تجارت صوباي وزیر عبدالکريم خان وايي چې حکومت په باجوړ ، مومندو ، جنوبي وزیرستان او خيبر کې د صنعتي زونونو پرېکړه کړې او دغو منصوبو مکمل کولو کې سنجيده او مخلص دی.

خو له مشال راډيو سره د قبایلي سیمو خلکو ویلي چې حکومتونه یې په سیمو کې بیا بیا د ترقیاتي کارونو اعلانونه کوي خو تر ډېره عملداري نه ورباندې کېږي.

XS
SM
MD
LG