د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پېټرولو بيو زیاتولو اعلان کړی


د حکومت له اعلان سره سم، د اګست له ۱۶مې څخه به د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۳۳.۹۱ روپۍ وي. پخوانی انځور
د حکومت له اعلان سره سم، د اګست له ۱۶مې څخه به د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۳۳.۹۱ روپۍ وي. پخوانی انځور

د پاکستان حکومت سر له اګست له ۱۶مې د يو ليټر پېټرولو بیه کې د څه باندې شپږو روپیو زیاتوالی اعلان کړی دی.

د اګست پر ۱۵مه د ماليې وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په نړيوال بازار کې د پېټروليم مصنوعاتو په بيو او د اصعارو تبادله کې تر بدلون وروسته يې د تيلو نوي نرخونه اعلان کړي دي. ګ

د حکومت له اعلان سره سم، د اګست له ۱۶مې څخه د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۳۳.۹۱ روپۍ، د ډیزلو ۲۴۴.۴۴، د خاورو تېلو ۱۹۹.۴۰ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۹۱.۷۵ روپۍ ټاکل شوی دی. د پاکستان د ماليې وزير مفتاح اسماعيل هېله ښودلې چې د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) به ډېر ژر پاکستان ته د نوي پور ورکولو منظوري ورکړي.

پاکستان ته د پور ورکولو لپاره د ای اېم اېف يو شرط په هغه هېواد کې د تيلو په بيو کې زياتوالی هم وو. پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي تګلارو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

په تېرو درو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG