د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورالله ترين: د علي وزير د ژر خوشي کېدو امکان دی


د علي وزیر وکيل قادر خان وايي چې د موکل يې په څلورو واړو مقدمو کې ضمانت شوی دی. پخوانی انځور
د علي وزیر وکيل قادر خان وايي چې د موکل يې په څلورو واړو مقدمو کې ضمانت شوی دی. پخوانی انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشران هيله لري چې د ضمانتي مچلکو تر جمع کولو وروسته ښايي نن (سېپټېمبر ۲۰مه) يا په راتلونکو دوو ورځو کې د دوی مخکښ او د پارلېمان غړی علي وزیر خوشی شي.

د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په څلورو مقدمو کې د علي وزیر ضمانت شوی او په دې لړ کې یې د قانوني ضرورتونو پوره کولو لپاره مچلکې د سېپټېمبر پر ۱۹مه جمع کړي چې ښايي عدالت يې نن په رسمي ډول تاييد کړي.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د سېپټېمبر پر ۱۳مه نېټه په څلورمه مقدمه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی وو.

د نوموړي وکیل قادر خان د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته ويلي ول چې عدالت په یو لک ضمانتي روپو د علي وزیر ضمانت منظور کړ. هغه زیاته کړې وه چې پر موکل یې نورې مقدمې نه دې پاتې. د قادر خان په وينا په کراچۍ کې پر وزير څلور مقدمې جوړې شوې وې چې په څلورو واړو کې د نوموړي ضمانت منظور شوی دی.

د علي وزیر په ګډون دا مقدمه په بوټ بېسن تاڼې کې په ۲۰۱۸م کال کې د شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یو غړي مزمل شاه درج شوې وه. پر علي وزیر تور وو چې نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال د سهراب ګوټ له جلسې وړاندې بوټ بېسن سیمې ته د کمپاين لپاره تللی وو.

پر علي وزیر په ټولو مقدمو کې د ریاست پرضد د څرګندونو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې هغه، د نوموړي وکیل او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په بیا بیا دا تورونه رد کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د نوموړي د خوشې کولو لپاره څو ځل مظاهرې هم کړې دي. غورځنګ او علي وزیر وايي، د پاکستان له ایین او قانون سره سم یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې او ورته دوام ورکوي. دوی وايي علي وزير ته د پاکستان ايين دا حق ورکړی چې هغه د خپل فکر اظهار د تقریر یا جلسې له لارې وکړي.

علي وزیر د سېپټېمبر پر ۱۰مه تر ناروغۍ وروسته د کراچۍ جناح روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.د روغتون مشر ډاکټر شاهد رسول مشال راډیو ته ویلي چې د زندان چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۷مه ماښام علي وزیر د معدې او نس درد تر شکایت وروسته روغتون ته ولېږداوه. نوموړی وايي، ډاکترانو د وزیر درملنه پیل کړې او زیاتوي چې د وزیر روغتیايي حالت اوس تر پخوا ښه شوې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزير د شکري يا ذيابيطيس ناروغي هم لري او تر دې مخکې د جولای په پیل کې هم په جناح روغتون کې بستر شوی وو. نوموړي هغه مهال دعوه کړې وه چې په روغتون کې یې ژوند ته خطر دی او هلته ورباندې دوه ځلې د حملې هڅه شوې وه. د زندان چارواکو او پولیسو د نوموړي د دې دعوې په غبرګون څه نه ول ویلي.

XS
SM
MD
LG