د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېلابونو په پاکستان کې ۱۴۲۷ کسان وژلي


په سوات کې سېلاب وران کړي کورونه
په سوات کې سېلاب وران کړي کورونه

د مرستندویه او بيا بحالۍ چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټې مشر طفیل انجم د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته ویلي وو چې وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله او يا هم جزوي توګه ړنګ کړي دي.

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ملي اداره (اين ډي اېم اې) وايي په پاکستان کې د جون له ۱۴مې راهیسې بارانونو او راغلو سېلابونو ۱۴۲۷ کسان وژلي دي.

دې ادارې د سپتمبر په ۱۲مه په خپل ورځني راپور کې ويلي چې تر دغې نېټې پورې ۱۲۷۴۲ کسان زخميان، اته لاکه او درې اتيا زره کورني څاروي مړه او څه دپاسه ۱۷۵۰۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار بيرسټر محمد علي سيف وايي دوی په بېلابېلو سيمو ته مرستې رسولې او هيله من دی چې د بيابحالۍ کارونه به هم ژر مکمل شي. نوموړي د سپتمبر پر ۱۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د نورو صوبو پرتله د خیبرپښتونخوا په سېلاب ځپلو سیمو کې زیات کارونه شوي دي. هغه زياته کړه، "موږ خپلې هڅې کوو او له پوره استعداد سره لګیا یو. ځينې خلک نوکې کوي خو اوسمهال زموږ کارونه د ژغورنې له پړاوه اوښتي او د بيابحالۍ هغې ته داخل شوي دي."

چارواکي وايي، په پاکستان کې له جون میاشت راهیسي بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۳۳ ميليونه خلک اغېزمن کړي دي. په خيبر پښتونخوا کې ډېرې ځپل شوې سیمې چارسده، ډېره اسماعيل خان، نوښار او سوات دي.

د سوات يو ځايي خبریال سلیم اطهر وايي، په دې سیمه کې تر سېلاب وروسته د بیا بحالۍ کارونه روان دي خو د ځينو مهمو سرکونو د بيا جوړولو چارې ورو دي. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې وروستي سېلاب د سوات په يو شمېر سيمو کې سکولونه هم ويجاړ کړي او حکومت بايد د هغو جوړولو ته هم پام وکړي.

اطهر زیاته کړه: "د کالام او بحرین ترمنځ لار خرابه ده. د لامبټ سیمې سرک سېلاب وړی دی. دا سيمه په لوړه اباده ده او د ګاډو تګ ورته ګران دی. نور کارونه روان دي خو د لارو خرابېدو له وجې د پام وړ شمېر سکولونه لا هم بند دي."

د مرستندویه او بيا بحالۍ چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټې مشر طفیل انجم د سپتمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته ویلي وو چې وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله او يا هم جزوي توګه ړنګ کړي دي.

د ملاکنډ يو خبريال عرفان خان بيا وايي چې حکومت بايد د بيا ودانۍ په چارو کې شفافيت ته جدي پام وکړي. هغه زياتوي، "د خیبرپښتونخوا ترقیاتي بجټ د سېلاب د نقصان پوه کولو لپاره کافي نه دی. حکومت ته به ګرانه وي چې حتا په دوو کلونو کې د بيا بحالۍ چارې مکملې کړي. د خبرپښتونخوا د حکومت پر کارکردګۍ هم نيوکې کېږي. پخوا هم حکومتي مرستې هغو سېلاب ځپليو سيمو ته رسېدلې وې چې په حکومت کې يې کسان لرل."

په خیبرپښتونخوا کې د افتونو پر مهال د انتظام ادارې یو چارواکي شریف حسېن مشال راډیو ته وویل چې د سوات او بحرین ترمنځ پر نيشنل های وې تعیمراتي کار مکمل شوی او په ډیره اسماعیل خان کې د سګو پل ترڅنګ د ګوشالي او جلکوټ ترمنځ سرک هم بېرته جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې سېلابونو زیات نقصانات کړی دی خو د ده اداره هڅه کوي چې د بیا بحالۍ چارې ژر بشپړې شي.

د خیبرپښتونخوا حکومت وايي چې په خیبر پښتونخوا کې وروستیو بارانونو او سېلابونو په مجموعي توګه د څه پاسه د ۱۰۰ اربه روپیو تاوان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG