د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي بریدګر د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي او ۱ افغان وژلي دي


په کابل کې د روسیې سفارت وداني (انځور له ارشيفه)
په کابل کې د روسیې سفارت وداني (انځور له ارشيفه)

د افغانستان په سرښار کابل کې په يو ځانمرګي برید کې د روسیې سفارت دوه کارکوونکي او يو افغان ولسي وګړی وژل شوي دي.‌

رويټرز خبري اژانس د روسیې د بهرنيو چارو وزارت هغه خبرپاڼه راخیستې چې پکې ويل شوې چې د سپتمبر پر پينځمه، ۱۰ کم ۱۱ بجې يو تن په ځان پورې چاودېدونکي مواد وچوول او مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "په دې برید کې د روسیې سفارت د سفارتي عملې دوه کار کوونکي وژل شوي دي. ځينو افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. موږ له افغان امنيتي ادارو سره په دې اړه په تماس کې یو. هغوی د دې پېښې پلټنې کوي."

بلخوا د طالبانو حکومت چارواکو ويلي چې ځانمرګي بريدګر هدف ته تر رسېدو له مخه، په ځان پورې چاودېدونکي مواد چوولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د سپتمبر پر پينځمه رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې په دې چاودنه کې يو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل شوي دي.

ځدراڼ زیاته کړه: "نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې په کابل ښار کې د روسیې سفارت سره نېږدې یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغلته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خپلې موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې."

سيمه د طالب ځواکونو له‌خوا کلا بنده شوې ده. د پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې خلکو ته مرګژوبله هم اوښتې، خو دوی یې د کره شمېر په اړه معلومات نه‌ لري.

د روسیې سرکاري خبري اژانس ریا نووستي د ځايي‌خلکو له خولې ويلي چې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.

روسیه د نړۍ له هغوی په ګوتو شمېر هېوادونو څخه ده چې د طالبانو د حکومت تر نيول کېدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی پرېښود. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري او منتخب حکومت په زور چپه او خپله واکمني یې پيل کړه. هېڅ هېواد د د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

په وروستيو کې په افغانستان کې بريدونه ډېر شوي دي. د اکثرو ذمه واري یې داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG