د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش افغانستان او سیمې ته څومره لوی ګواښ دی؟


پراګ - په کابل کې د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ په وسله وال برید کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د دوشنبې پر ورځ هم وسله والو د کابل په شش درک کې برید کړی وو. د دواړو حملو ذمه واري اسلامي دولت یا داعش ډلې منلې ده.

شنونکي په افغانستان کې د دې ډلې د وجود، پیاوړتیا او افغانستان او سیمې ته یې د ګواښ په اړه بېلا بېل نظرونه لري.

په کابل کې د سیاسي چارو پوه اباسین بریال وايي، دا تر اوسه واضحه نه ده چې ایا واقعي اسلامي دولت ډله دومره پیاوړې ده چې په پلازمېنه کې داسې بریدونه وکړي؟

نیابتي جګړه؟

که ستاسې یاد وي طالب به هم د برید مسوولیت اخیست، خو دا پېریان چا نه پېژندلي چې ګویا دا دي څوک؟
اباسین بریال

بریال په خپلو خبرو کې د داعش ډلې منظم وجود تر پوښتنې لاندې راولي:

((یو خو په دې مانا داعش دی چې په سوریه کې یې جبهوي جګړې کولې. په نورو ځایونو کې یې کولې یا دغسې لکه د افغانستان په اچین کې یې چې کولې. یو دغسې مرموز بریدونه دي. که ستاسې یاد وي طالب به هم د برید مسوولیت اخیست، خو دا پېریان چا نه پېژندلي چې ګویا دا دي څوک؟ د داعش مسله هم داسې ده. داسې تصور کېږي چې یوه نیابتي جګړه په شکل د اشکالو روانه ده. د سوریې او نورو ځایونو د جګړو هم یو غیر مستقیم تړاو ورسره شته. هغه دا دی چې ځېنې هېوادونه یا استخباراتي حلقې غواړي چې اهل تشیع پر دې وپاروي او د حمایت لپاره یې یوه پلمه پیدا کړي.))

د پنجنشبې تر برید وروسته ځواکونو سیمه کلابنده کړه
د پنجنشبې تر برید وروسته ځواکونو سیمه کلابنده کړه

داعش فرقه ییز تاوتریخوالی پیدا کولای شي؟

په کابل پوهنتون کې د سیاسياتو استاد نصر الله ستانکزی وايي، په افغانستان هېواد کې داعش ډله وجود لري او فعالیتونه کوي. د ده په خبره، کله چې افغان ځواکونه وسله والې ډلې وځپي نو بیا هغوی په ښارونو کې داسې حملې کوي لکه د زیارت پر ورځ یې چې د کابل قلعه ناظر سیمه کې وکړه.

د افغانستان په شمال کې که داعش [وسله وال] ځای پر ځای شي او ورسره د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چېچنیا پخواني مجاهدین هم لاس یو کوي نو د مسکو ستوني ته رسېږي.
ودیر ساپی

استاد ستانکزی دا نه ګڼي چې ګواکې داعش به په داسې بریدونو کولو په افغانستان کې د اهل تشیع او سنیانو تر منځ فرقه ييز چاود یا درز پیدا کړای شي:

((هر ډول ستونزه چې افغانانو ته پیدا کړي، دوی په صرفه نه کوي. خو اصلي خبره دا ده چې [داعش] په دوو هدفونو [حملې کوي]. یو د خپلې ایډیولوژۍ او مفکورې له مخه، لکه په سوریې او عراق کې یې چې کول. او له بلې خوا د خلکو په منځ کې د افغانستان دولت بې اعتماده کول غواړي.))

داعش او سیمې ته یې خطر

په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې وجود د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي. پاکستان او روسیې په بیا بیا تور پورې کړی چې په هغه هېواد کې د داعش نفوذ پراخېږي چې هغوی ته ګواښ پېښوي. روانه میاشت روسي ولسمشر ولادمیر پوتین په خپله کلنۍ خبري غونډه کې وویل، د وسله والو په ځپلو کې له امریکا او افغان حکومت سره ګډ کار ته تیار دی.

په کابل کې د نړیوالو اړیکو استاد ودیر ساپی وايي، داعش ډله واقعي روسیې ته خطر پېښوي:

((د افغانستان په شمال کې که داعش [وسله وال] ځای پر ځای شي او ورسره د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چېچنیا پخواني مجاهدین هم لاس یو کوي نو د مسکو ستوني ته رسېږي. نو داعش [روسیې] ته هم له سیاسي لحاظه خطر لري او هم اقتصادي.))

[داعش چې] دومره لویه یې روسان ښيي، فکر نه کوم چې دومره لویه ستونزه دې وي.
نصر الله ستانکزی

خو پوهاند نصر الله ستانکزی د روسیې اندېښنې زیاتې واقعي نه بولي او وايي، داعش افغانستان یا سیمې ته لوی ګواښ نه ولاړوي:

((روسان په دغسې څرګندونو سره غواړي چې ځانته یو ډول امتیاز ورکړي او له بلې خوا، د مرکزي اسیا خوا ته ورنېږدې شي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان بې ثباتي روسیه هم بې ثباتولای شي اما [داعش چې] دومره لویه یې روسان ښيي، فکر نه کوم چې دومره لویه ستونزه دې وي.))

افغان حکومت او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوال پوځي اېتلاف ویلي چې د ټولو وسله والو ډلو پر ضد جنګېږي او د فعالیتونو پراخولو ته یې نه پرېږدي. افغان ولسمشر اشرف غني په خپلو ویناګانو کې تل ویلي چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی. د روانې میاشت پر ۲۱مه د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس په باګرام کې خپلو پوځیانو ته په وینا کې وویل، د ترهګرۍ تر بشپړې خاتمې به په افغانستان کې ځواکونه ساتي او زیاته یې کړه چې په جګړه کې، بریا ته نېږدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG