د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی


د ۲۰۲۲ز کال له پیله په ټول ملک کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله شاوخوا ۵۵۰ کسان وژل شوي
د ۲۰۲۲ز کال له پیله په ټول ملک کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله شاوخوا ۵۵۰ کسان وژل شوي

د پاکستان وفاقي حکومت د هېواد په سېلاب ځپلو سیمو کې د بیړني حالت لګولو اعلان کړی دی.

دا خبره د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف د دفتر لخوا په هغه بیان کې شوې ده چې د اګست پر پنځمه ناوخته خپور شوی دی.

په بیان کې ویل شوي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د خزانې وزارت ته امر کړی دی چې زر تر زره دې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام قومي ادارې ته پنځه اربه روپۍ جاري کړي.


بیان زیاتوي چې دا پیسې به د هېواد په سیلاب ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره استعمالیږي.

بل پلو وزیراعظم شهباز شریف د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام قومي او صوبايي ادارو ترمنځ د همکارۍ لپاره یوه کمیټي هم جوړه کړې ده.

دا کمیټۍ به په صوبو کې د سېلابونو د تاوانونو په اړه معلومات راټولوي او د مرستو چارې به پرمخ وړي.

دا له هغه وروسته ده چې وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د سیند صوبو ځینو سېلاب ځپلو سیمو ته ورغلی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره ولیدل.

شهباز شریف وار له مخه ویلي چې حکومت به په سېلاوونو کې د وژل شویو کورنیو ته ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ ورکوي.

په پاکستان کې سېلابونو پر دې سربېره پراخ تاوانونه اړولي چې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې مرکزي او صوبايي ادارو او همداراز، د موسمي چارو ادارې وار له مخه د سختو بارانونو او سېلاوونو وړاندوینه کړې وه.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې وايي چې د ۲۰۲۲ز کال له پیله په ټول ملک کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله شاوخوا ۵۵۰ کسان وژل شوي، ۶۰۰ کلومیټره سړکونه وران شوي او ۵۰ پلونه ړنګ شوي دي.

XS
SM
MD
LG