د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له سیلابونو د وژل شويو شمېر ۱۰۶۱ ته ورسېد


په مدين کې له سیلابه وران شوی سړک
په مدين کې له سیلابه وران شوی سړک

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف امر کړی دی چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره دې ټولې اړونده ادارې ټول وسایل په کار واچوي.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویبپاڼه خبر ورکړی دی چې وزیراغظم شهباز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه د خیبر پښتونخوا په نوښار او چارسده کې د سیلاب ځپلو کیمپونو ته د سفر پر مهال کړې دي.

خبر زیاتوي، شهباز شریف هلته وویل چې وفاقي او صوبايي حکومتونه د قدرتي افتونو پر مهال د نظم له ادارې (این ډي اېم اې) او پوځ سره په ګډه د متاثرینو د بیا ودانۍ لپاره کار کوي.

وزیراعظم شهباز شریف دا هم ویلي چې حکومت به هغو کورنیو ته لس لس لکه روپۍ ورکوي چې غړي یې په سیلاونو کې وژل شوي وي. ده زیاته کړه چې حکومت سیلاب ځپلې کورنۍ ته ۲۵ زره روپۍ مرستې هم ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې اين ډي اېم اې ویلي چې د بارانونو او سیلابونو له امله په دغه هيواد کې د وژل شويو کسانو شمیره ۱۰۶۱ ته رسيدلې ده.

دې ادارې د اګست پر ۲۸مه په خپل رپورټ کې د دې شمېرو تر څنګ ويلي چې له بېلابېلو سیمو راغلي معلومات ښيي چې بارانونو او سیلابونو ۱۵۷۵ کسان زخميان شوي هم دي.

بلخوا د خيبر بښتونخوا صوبايي کابينې د اګست پر ۲۸مه په صوبه کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د ۲ اعشاریه پنځه اربه روپيو منظوري ورکړې ده.

په خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې، ريسيکو ۱۱۲۲ وياند، بلال فیضي د اګست په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې په پېښور، نوښار او چارسده کې خوا او شا ۸۰ زره کسان بې کوره شوي دي.

اين ډي اېم اې ويلي چې په ټول ملک کې په مجموعي توګه شاوخوا ۸۰۰۰ مربع کیلومټره کرنیزه ځمکه خرابه شوې او شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومټره سړکونه وران شوي دي. د یادې ادارې په وینا، د دې تر څنګ راغلیو سېلابونو ۷۰۰۰۰۰ کورونه نړولي او ۱۵۰ پلونه یې وړي دي.

په پاکستان کې د متحده عرب اماراتو سفارت پر ټويټر ليکلي چې په امدادي سامانونو بار یوه الوتکه یې د راولپينډۍ ته رسېدلې ده. د دوی په وینا، په دې الوتکه کې خېمې، دوایانې، خوراکي توکي او طبي سامانونه شامل دي چې پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

د اګست پر ۲۸ مه د عيسايانو مذهبي مشر پوپ فرانسس پر نړۍ غږ کړی چې په پاکستان کې له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو هم د مرستو غږ کړی او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي چې هرې سيلاب ځپلې کورنۍ ته به ۲۵۰۰۰ روپۍ ورکوي. دا پيسې د بینظير انکم سپورټ پروګرام له لارې ورکول کيږي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۲م کال د ويجاړوونکو بارنونو او سیلابونو سلسله د جون له میاشتې پيل شوې ده. تر ټولو ډير زیان په بلوچستان او سیند صوبو کې اوښتی دی.

پاکستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې او نور نقصان کمولو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی. په دې ترڅ کې په سیند او بلوچستان کې په ډيری ځایونو کې ښوونځي رخصت کړل شوي او د سړکونو خرابېدو له وجې د صوبو تر منځ سفرونه محدود شوي دي.

XS
SM
MD
LG