د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د باران او سېلاب له کبله د مړو شمېر ۱۰۳۳ ته رسېدلی


د پشکال یا وسې سږنیو بارانونو په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د پشکال یا وسې سږنیو بارانونو په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې ویلي چې د اګست تر ۲۸مه په ټول ملک کې لږترلږه ۱۰۳۳ کسان وژل شوي دي.

دا اندېښنه هم شته چې د مړو او ژوبلو شمېر تر دې ډېر زیات شي هغه ځکه چې په یو شمېر سیمو کې لا هم د باران او سېلاب له کبله حالت عادي شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پشکال یا وسې سږنیو بارانونو په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې ویلي چې په ټول ملک کې په مجموعي توګه شاوخوا ۸۰۰۰ مربع کیلومټره کرنیزه مځکه خرابه شوې او شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومټره سړکونه وران شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، د دې تر څنګ راغلیو سېلابونو ۷۰۰۰۰۰ کورونه نړولي او ۱۵۰ پلونه یې وړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۶مه اعلان وکړ چې د صوبو په غوښتنه یې په سېلاب کې د اغېزمن شویو خلکو د مرستو لپاره د پوځ ګمارلو منظوري ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پر ټویټر ولیکلي چې دا غوښتنلیک یې د هتمي منظورۍ لپاره وفاقي کابینې ته لېږلی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې په ملک کې د سېلاب اثرات تر هغه زیات دي چې د ده په وینا، اټکل یې کېده.

نوموړي د اګست پر ۲۷مه پر سیاسي مشرتابه او ولس غږ وکړ چې په دې سخت وخت کې تر هر ډول اختلافات تېر شي او له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره یو موټی شي.

په خیبر پښتونخوا کې باران او سېلاب څومره زیان رسولی؟

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې د سږکال د پشکال بارانونو تر اوسه ۲۴۳ کسان وژلي او ۳۰۷ یې نور ټپي کړي دي.

دا خبره د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې مشر شریف حسېن د اګست پر ۲۸مه له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې ده.

نوموړي ویلي چې دا مرګ ژوبله د ۲۰۲۲م کال د جون له ۱۵مې د اګست تر ۲۷مې په شویو بارانونو او د هغوی له کبله په راوتلیو سېلابونو کې اوښتې ده.

شریف حېسن زیاته کړه چې د باران او سېلاب له کبله د ځاني زیان تر څنګ په صوبه کې پراخ مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

ده وویل، "په صوبه کې تر دا مهاله ۴۳ زره کورونو ته هم زیان رسېدلی چې ۲۱ زره پکې په مکمله توګه وران شوي او تر ۲۱ زرو زیات نور کورونه بیا په جزوي توګه زیانمن شوي دي."

شریف حسین زیاته کړه چې دې سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې ۸۳ پلونه مکمل تبا کړي او تر سلو زیاتو ته یې لږ زیان رسولی دی.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې د پشکال بارانونه دومره زیات او پرلپسې شوي چې له کبله یې نورو سیمو ته تګ راتګ هم په ټپه درېدلی دی.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر شریف حسېن وايي چې د سړکونو ورانيدو له امله دا مهال له کوهستان، کالام، بر او کوز دير او ځينې نورو شمالي سیمو سره ځمکنۍ رابطې پرې شوې دي.

پاکستان کې سېلاوونو ميليونونه کسان اغېزمن کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د خیبر پښتونخوا سوات او شاوخوا سیمې د خپل قدرتي حسن، پاکو سیندونو، شینکي او سړې هوا له کبله په اوړي کې د سېلانیانو لپاره ډېرې د دلچسپۍ وړ وي.

د جون له منځه پیل شوو د پشکال بارانونو په دې سیمه کې یو شمېر هغه خلک ایسار کړي هم دي چې د سېل لپاره هلته تللي وو.

شریف حسېن په دې اړه وویل، " د اګست پر ۲۷مه له کالام او سوات څخه تر ۱۰۰۰ زیات ګیر شوي سېلانیان په هیلي کاپټر کې اېستل شوي دي، خو د دير په کمراټ سیمه کې ګير سیلانیان لا د موسم د خرابۍ له امله نه دي ژغورل شوي."

بلخوا د خيبر پښتونخوا د ريسکيو ۱۱۲۲ صوبايي ویاند بلال احمد فيضي د اګست پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال د مرستو کار په چارسده او نوښار کې روان دی.

نوموړي وویل چې ، په سېلابونو کې د ګير شوو خلکو د ژغورلو لپاره د دوی د ادارې څه دپاسه ۴۰۰۰ کارکوونکي له پوځي سرتیرو سره په ګډه د ژغورنې په عملیاتو کې بوخت دي.

د نړیوالو له خوا له پاکستان سره غمرازي

یو شمېر هیوادونو په پاکستان کې د باران او سېلاب له کبله پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو له دې ملک سره د غمرازۍ څرګندونه کړې ده.

پاکستاني وزیراعظم شعباز شریف د اګست پر ۲۷مه د دې مشرانو مننه کړې ده.

شهباز شریف چې د کومو هیوادونو د مشرانو مننه کړې په هغوی کې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون د یو شمېر نورو هیوادونو مشران شامل دي.

XS
SM
MD
LG