د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر افتخار: پاکستان د اېمن الظواهري په وژنه کې هیڅ لاس نه درلود


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - مشر میجر جنرل بابر افتخار. (انځور: ارشیف)
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - مشر میجر جنرل بابر افتخار. (انځور: ارشیف)

د پاکستان پوځ وايي، د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري په وژنه کې پاکستان هیڅ لاس نه لري.

دا خبره د پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - مشر میجر جنرل بابر افتخار د اګست پر پنځمه د پاکستان له جيو ټیلیوېژن سره په مرکه کې کړې ده.

نوموړي ویلي چې ځینې پاکستان مخالفه هېوادونه په دې اړه پر ټولنيزو رسنيو منفي پروپېګنډې خپروي خو دوی یې په سختۍ ردوي.

دا له هغې وروسته ده چې امریکا د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري وژلی دی.

تر هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو دا خبرې هم روانې دي چې ګواکې په افغانستان کې د ظواهري په وژنه کې پاکستان لاس لري. خو بابر افتخار ويلي چې دا خبرې حقيقت نه لري.

د اېمن الظواهري د وژل کېدو اعلان د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته وکړ.

پر هم هغه ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه خو په بیان کې یې د القاعدې یا ظواهري یادونه نه وه کړې. طالبان تر دوو ورځو پورې په دې اړه غلي پاتې شوي ول.

خو د طالبانو حکومت د اګست پر څلورمه وویل چې افغانستان ته د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د "ورتګ" او هلته د "اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري."

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د جولای پر ۳۱مه په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید تایید کړی وو خو ویلي یې ول چې وداني خالي وه او پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د سپينې ماڼۍ يوه وياند جان کربي د اګست پر دويمه ناوخته په واشنګټن کې خبري غونډې ته ویلي ول چې له یوې مودې راهیسې یې په افغانستان کې د ظواهري په اړه معلومات غونډول.

ده وویل، په افغانستان کې یې "هېڅ ځواکونه نه لرل خو د څو میاشتو په اوږدو کې" یې د استخباراتي معلوماتو تر ټولو وروسته وروسته وتوانېدل چې "په خورا موثریت" برید ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اګست پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي وو چې د الظواهري تر وژنې وروسته نړۍ لا خوندي شوې ده.

بلېنکن په بیان کې زیاته کړې وه، "امریکا به د هغو کسانو پرضد اقدام ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، خلک او یا زموږ متحدین ګواښوي."

XS
SM
MD
LG