د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان بحث کوي


د ملګرو ملتونو مطبوعاتي څانګې د اګست پر ۲۷مه وويل چې د بندو دروازو تر شا په دې غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو بحث وکړي.(عکس: ارشیف)
د ملګرو ملتونو مطبوعاتي څانګې د اګست پر ۲۷مه وويل چې د بندو دروازو تر شا په دې غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو بحث وکړي.(عکس: ارشیف)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۲۹مه د افغانستان په تړاو غونډه کوي.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي څانګې د اګست پر ۲۷مه وويل چې د بندو دروازو تر شا په دې غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو بحث وکړي.

ځينو رسنيو ليکلي چې ښايي په دې بحث کې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په اړه خبرې اترې وشي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ويلي وو چې په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه حکومت په زور نيولی وو او تر هغې ورسته اقتصاد خراب شوی، روزګار کم شوی او نړيوالې مرستې ټکڼۍ شوې دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر یو کال زیات وخت شوی خو اوسه په نړۍ کې هیڅ هیواد هم په رسمیت نه دی پېژندلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG