د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په مې میاشت کې په ایران کې امنیتي ځواکونو د ګرانۍ ضد د احتجاج کوونکیو د منتشرولو لپاره وسلې کارولې وې او يو شمېر کسان یې وژلي ول.
سازمان د اګست پر درېیمه په راپور کې ویلي چې نړیواله ټولنه دې د ایران له چارواکو څخه په دې اړه حساب وغواړي.
د مې په لومړیو ورځو کې په جنوب لویدیځ صوبه خوزستان کې د خوراکي توکو د بيو لوړېدو پرضد لاریونونه پیل شوي ول چې ګاونډیو صوبو چارمحل او بختیاري ته هم وغځېدل.
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې ویلي چې ویډیويي او غږیز شواهد ښیي چې امنیتي ځواکونو د احتجاج پر مهال په مختلفو موقعو ډزې کړې دي. د مې ۱۴مې او ۱۷مې ترمینځ په چارمحل او بختیاري صوبو کې په احتجاجونو کې درې تنه وژل شوي دي. دغسې د مې پر ۱۵مه د پارلېمان یو غړي په خوزستان صوبه کې د مظاهرو پر مهال د یو تن د وژل کېدو خبر ورکړ.
د بښنې نړیوال سازمان یوې چارواکې دیانا الطحاوي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په ایران کې د دا ډول پېښو د پلټنو لپاره دې یو خپلواکه میکانزم جوړ کړي.
سازمان زیاته کړې، که له ایراني چارواکو څخه په دې اړه پوښتنه و نه شوه نو هغوی به د احتجاجيانو وژونو او ټپی کولو ته دوام ورکړي. ایران لا په دې اړه څه نه دې ویلي.