د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د ښوونکو ټولنې د ټول هېواد پر کچ د مظاهرو غږ کړی


په ایران کې په وروستیو میاشتو کې استادانو څو ځلې مظاهرې کړې دي - د مې ۱۲مې انځور.
په ایران کې په وروستیو میاشتو کې استادانو څو ځلې مظاهرې کړې دي - د مې ۱۲مې انځور.

د ایران د ښوونکو اتحادیې د تنخاګانو زیاتېدو او په تېرو احتجاجونو کې د نیول شویو استادانو د سمدستي خوشې کولو لپاره د نویو مظاهرو غږ کړی دی.

دا مظاهرې پر داسې مهال کېږي چې په ايران کې ناکراري په زياتېدو ده. د ایران د ښوونکو د اتحادیې د همغږۍ شورا د جون پر نهمه په یوه بیان کې وویل چې د ټول هېوا ښوونکي دې د جون پر ۱۷مه مظاهرې وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر لومړۍ نېټه، چې د کارګرانو له نړیوالې ورځې او په ایران کې د ښوونکي له ورځې سره سمون خوري، په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پرمهال چارواکو څلور ښوونکي ونیول.

په وروستیو میاشتو کې استادانو څو ځلې د کار د شرطونو ښه کولو او تنخاګانو لوړولو لپاره احتجاجونه کړي دي.

هغوی همداراز له حکومته غوښتي چې هغه اصلاحات ژر عملي کړي چې ورسره به یې تنخاګانې له کار او تجربې سره سم لوړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG