د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت: پر طبي عملې د تشدد کونکو ضد قانوني کارروايي کوو


د پېښور په يوه روغتون کې ډاکټران د يو ژوبل تن درملنه کوي. (پخوانی انځور)
د پېښور په يوه روغتون کې ډاکټران د يو ژوبل تن درملنه کوي. (پخوانی انځور)

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې د اصلاحاتو څانګه وايي په روغتيايي مزکرونو کې پر طبي عملې د تشدد کونکو ضد به قانوني کارروايي کوي.

د دې څانګې مشر ډاکټر عطاالله د جولای پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په روغتيايي مرکزونو کې د طبي عملې پرضد د تشدد د مخنیوي لپاره هم قانون جوړ شوی دی. "پریوېنشن اف وایلېنس اګېنسټ هېلت کېر ورکزر بل ۲۰۲۰ د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ منظور کړی او اوس باقاعده د یوه اېکټ یا قانون درجه لري چې مقصد یی یو ژوبل تن یا ناروغه تن ته بلاامتیاز او پرامنه ماحول کې طبي امداد ورکول دي."

نوموړی وايي په تېرو ۱۰ کلونو کې په روغتيايي مرکزونو کې پر روغتيايي عملې تشدد زيات شوی دی. د ده په خبره، زياتره وخت په بېړنيو حالاتو کې له ژوبلو او نورو ناروغانو سره راغلي کسان پر ډاکټرانو او او نورو روغتيايي کارکوونکو تشدد کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا وخت د خېبر پښتونخوا د صحت محکې اصلاحاتو څانګې د سره صليب نړيوالې کمېټې (ای سي ار سي) په مرسته د دا ډول تشدد د مخنیوي لپاره د جوړ قانون په اړه په خلکو کې د پوهاوي پيدا کولو لپاره کيمپېن پيل کړی دی.

د دې قانون له مخې په صحت مرکزونو کې د مريضانو د خپلوانو لخوا بې له څه وجې مداخلت، له طبي عملې سره ناوړه چلند او املاکو ته زيان رسول جرم دی.

د ای سي ار سي یو مشر ډاکټر میرویس وایي، که کوم کس پر یو ډاکټر یا نرس باندې تشدد کوي او یا هم د یوه روغتون املاکو یا اوزارو ته زیان رسوي نو لږ تر لږه به د دريو کلونو بند له سزا سره مخامخېږي. د نوموړي په وينا اوزارو يا املاکو ته بيا د زيان رسولو د سزا خپلې درجې دي.

دغه قانون د طبي عملې لپاره هم دی او دوی نه شي کولای چې له ناروغانو يا له هغوی سره روغتون ته له ورغليو خلکو سره ناوړه چلند وکړي.

تر دې قانون لاندې بااثره خلک یا سیاسي مشران د لایسنس لرلو باوجود له وسلې سره روغتونونو ته نه شي ورتلای او یوازې د یو روغتون امنيتي کارکوونکي له ځان سره وسله ګرځولای شي.

XS
SM
MD
LG