د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خپلو غوښتنو تر منلو احتجاج کوو: ډاکټران


په پېښور کې د ډاکټرانو د هړتال یو عکس
په پېښور کې د ډاکټرانو د هړتال یو عکس

پېښور - د خيبر پښتونخوا حکومت د تېره میاشت د نویو قوانینو عملي کېدو پرضد د احتجاج پر وخت نیول شوي۱۵ ډاکټران خوشي کړي دي.

دا ډاکټران د سپتمبر پر ۲۷ مه د حکومت له خوا د هسپتالونو د انتظام په اړه د نویو قوانینو پرضد په لیډي ریډینګ روغتون کې د احتجاج پر وخت نیول شوي او د مردان په زندان کې ساتل شوي وو.

د سپټمبر پر ۲۷مه په پېښور کې د ډاکټرانو پر احتجاجي مظاهره د پولیسو په تشدد کې ۱۸ ډاکټران زخمي شوي وو.

مظاهره کوونکو ډاکټرانو مشال راډيو ته ویلي وو چې پولیسو د دوی شا اوخوا ۳۰ ملګري نیولي هم وو.

د اکتوبر پر ۱۱مه د ګرینډ هیلت الاینس د مشرانو او حکومتي چارواکیو تر مینځ تر مزاکراتو وروسته دا ډاکټران خوشي کړل شوي دي.

د صحت صوبايي وزیر ډاکټر هشام انعام الله ویلي چې نیول شوي ډاکټران یې په ښه نیت خوشي کړي دي او هیله لري چې هغوی به اوس خپل کاربندیز او احتجاج ختم کړي.

خو د احتجاج کوونکو ډاکټرانو ویاند ډاکټر حضرت مشال راډیو ته وویل چې د دوی احتجاج به تر هغه وخته روان وي تر څو چې یاد قانون بیرته نه وي اخیستل شوی او د صحت صوبايي وزیر استعفی نه وي ورکړې.

د پیښور هاي کورټ د اکتوبر پر دریمه په دې شرط د دوي د خوشي کولو حکم ورکړی وو چې په هسپتالونو کې به خپلو ذمه واریو پوره کولو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې ډاکټران له څو میاشتو راهسې هړتالونه او احتجاجونه کوي.

ډاکټران وايي ضلعي صحت محکمې او علاقايي صحت محکمې لپاره نوی قانون راوړل شوی چې پکې روغتونونه شخصي کول کېږي او کارمندان به پکې سرکاري نوکران پاتې نه شي ځکه خو یې پرضد راوتلي دي.

د تحریک انصاف صوبايي حکومت وايي دا اصلاحات یې د خلکو د ښېګړې لپاره راوړي دي.

XS
SM
MD
LG