د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ډاکټرانو خپل احتجاج ختم کړ


ډاکټران وايي، له دې ډاډ تر لاسه کولو وروسته یې احتجاج او کاربدېز ختم کړی خو که غوښتنې یې ونه منل شوې نو د احتجاج لړۍ به یو وار بیا پیلوي.
ډاکټران وايي، له دې ډاډ تر لاسه کولو وروسته یې احتجاج او کاربدېز ختم کړی خو که غوښتنې یې ونه منل شوې نو د احتجاج لړۍ به یو وار بیا پیلوي.

د کورمې ډاکټرانو د سېپټېمبر پر ۲۱مه له هغه وروسته پر احتجاج او کاربندېز شول چې د دوی په وینا د سدې تاڼې پولیسو یې پر ځینو ملګرو تشدد وکړ خو پولیس د وهلو ټکولو خبره نه مني.

د سدې روغتون مشر ډاکټر واجدعلي شاه د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د ضلعې پولیسو له مشر محمد قریش سره یې لیدلي او هغوی ورته باور ورکړی چې په درو ورځو کې دننه به د پېښې شفافې پلټنې کېږي او د ذمه وارو کسانو پروړاندې به قانوني کارروايي کېږي.

نوموړی وايي، له دې ډاډ تر لاسه کولو وروسته یې احتجاج او کاربدېز ختم کړی خو که غوښتنې یې و نه منل شوې نو د احتجاج لړۍ به یو وار بیا پیلوي.

د کرمې د پولیسو د مشر رسمي دریځ په دې اړه تر اوسه مخې ته نه دی راغلی، د مشال خبریال ورسره د خبرو هڅه وکړه خو څه نتیجه یې ورنه کړه.

خو یو بل لوړ پوړي ځايي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، په درو ورځو کې به هغه کسان د قانون منګولو ته سپارل کېږي چې په روغتیايي کارکونکو یې تشدد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG